د بهرنۍ پانګونې کمېدل د پاکستان پر اقتصاد څه اغېز لرلای شي؟

پوهان وایي بهرنۍ پانګونه د یو هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لري ـ پخوانی انځور

د پاکستان دولتي بانک (سټېټ بینک)وايي، په هغه هېواد کې بهرنۍ مستقیمه پانګونه نېږدې ۲۹ سلنه کمه شوې ده.

بانک د مې ۱۶مه په بیان کې وویل، د تېر کال له اپرېله تر سږني اپرېل په میاشت کې په پاکستان کې د ۱۲۱.۶ مېلیونه ډالره پانګونه شوې، حال دا چې تر دې د مخکیني کال په هم هغه مودت کې هلته ۱۷۰.۶ مېلیونه ډالره پانګونه شوې وه.

د پاکستان اقتصادي او مالي بحران ته په کتو بهرنۍ مستقیمه پانګونه څومره مهمه ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې خبریال او اقتصاد پوه وکیل الرحمان وايي، د نورو هېوادونو پانګونه ځکه ضروري وي چې له بهره سرمایه دار خپل ډالر او نورې بهرنۍ پیسې پاکستان ته انتقالوي چې ورسره اقتصاد ښه کېږي او کاري موقعې زیاتېږي.

هغه د مې پر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل بهرنۍ پانګونه د ونډو بازار لپاره هم ګټوره وي. ''د یو ملک د اقتصاد ښه کېدو لپاره د اېکسپورټ (صادراتو یا برامداتو) اهمیت زیات وي، په دویم نمبر ورپسې بهرنۍ [پانګونه] مهمه وي. له دې سره هېواد ته ډالر راځي او کاروبار او اقتصاد ورسره ښه کېږي.''

وکیل الرحمان زياته کړه، د بهرنۍ پانګونې د کمېدو اساسي علت په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ دی.

دا هم وګورئ:

د خیبر پښتونخوا مزدوران د غریبۍ له بوج، له کمې تنخا او بې روزګارۍ شکايت کوي امريکايي ډالر په دوو ورځو کې ۱۴ پاکستانۍ روپۍ ګران شوی دیاسحاق ډار وايي متحده عربي امارات او چینایي بانک پاکستان ته پورونه ورکويشنونکي: سیاسي بې ثباتي او د ای اېم اېف پورونو نه بحالېدل د روپۍ کمزوري کېدو لاملونه ديپاکستان کې ګراني رېکارډ کچې ته پورته شوې ده

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ اربه ډالرو د پور پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد دا مهال له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کوي خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار دی.

په وروستيو کې د پاکستان د خزانې وزير اسحاق ډار ويلي چې که د ای اېم اېف د پور پروګرام بحال نه هم شي، هېواد نه دېوالیه کېږي.

خو د خزانې پخوانی وزير مفتاح اسماعيل د پاکستان لپاره د ای اېم اېف پور اړين بولي.

هغه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان اقتصاد لپاره نه یوازې د پخواني پروګرام بحالي اړینه ده بلکې له ای اېم اېفه باید نور پور هم واخلي. ''موږ درې ځلې له ای اېم اېف سره لوظنامې ماتې کړي دي، دوه ځله د عمران خان [پخوانی] حکومت او يو ځل اوسني حکومت. پاکستان په بيا بيا له ای اېم اېف سره له کړو لوظنامو په شا کېږي او همدا وجه ده چې تر ننه د پور اخیستو پروګرام بشپړ نه شو. ولې چین او سعودي عرب زموږ ټېکه اخیستې چې بیا بیا به راته پېسې راکوي؟''

د ای اېم اېف ترڅنګ چین، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته وخت پر وخت پورونه ورکړي دي. د پیسو د نړیوال صندوق له مخې، د پاکستان په بهرنيو قرضو کې ۳۰ فيصده يوازې د چين دي.

د پاکستان خراب اقتصاد له کبله د روپۍ ارزښت کم شوی او ګراني زیاته شوې چې د خلکو په ژوند یې هم بد اغېز کړی دی. په پاکستان د ګرانۍ ضد وخت په وخت مظاهرې هم شوې دي.