شنونکي: اسلام اباد د چینايي وګړو خوندیتوب لپاره د ترهګرۍ ضد منظمې تګلارې ته اړتیا لري

یو امنیتي سرتېری په کراچۍ کې د چینايي انجینرانو پر ګاډي د اکتوبر تر شپږمې برید وروسته د پېښې په ځای کې ولاړ دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، که اړتیا وه نو د احتیاطي تدابیرو په توګه به په صوبه کې د چینايي انجینرانو د تګ راتګ لپاره هېلېکاپټرونه وکاروي.

حکومت دا پرېکړه د اکتوبر پر اتمه پر داسې مهال کړې چې یوې چېنایۍ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې بیجنګ په کراچۍ کې له وروستي برید پس خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې ده چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له سفره دې ډډه وکړي.

په همدې حال کې د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب ویلي دي چې د اکتوبر شپږمې په ځانمرګي برید کې وژل شوي چينايي وګړي "ډېر مهم انجینران" ول.

په اسلام اباد کې د چین سفارت وویل چې د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره نېږدې په برید کې دوه چینايي وګړي ووژل او یو ژوبل شو.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه ځانمرګي بريد ذمه واري منلې وه.

د چینايي انجینرانو د ګاډو پر کاروان په شوې حمله کې اته پاکستانیان هم ژوبل شوي ول.

د چین سفارت په خپل بیان کې له اسلام اباده غوښتي ول چې د چینايي وګړو امنیت دې وساتي او بریدګرو ته دې سخته سزا ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په يو بیان کې هغه حمله غندلې او پلانوونکو ته یې د سزا ورکولو هوډ ښوولی وو.

په تېرو پینځو کلونو کې په پاکستان کې پر چینايي وګړو په حملو کې ۱۹ چینایان وژل شوي دي.

دا هم وګورئ:

کراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګي برید څومره زیان رسولی؟کراچۍ: په بريد کې ۲ چينايي وګړي وژل شوي ديپاکستاني پلاوي پر چینايي وګړو د حملې پلټنو په اړه په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي ديد پاکستان پوځ: بشام کې پر چينايانو بريد په افغانستان کې پلان شوی وو

د خیبر پښتونخوا حکومتي اقدامات

د خیبر پښتونخوا حکومت په تازه بیان کې ویلي دي چې د اکتوبر پر اتمه په پېښور کې د اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ یوه غونډه وشوه چې پکې د نورو لوړپوړو چارواکو ترڅنګ د صوبې مشر سېکرټر ندیم اسلم چودري او د پولیسو مشر اختر حیات خان ګنډه پور هم شریک وو.

بیان وايي، چارواکو د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره په سمدستي ډول د اضافي ګاډو اخیستو پرېکړه وکړه او و یې ویل چې که اړتیا وي، نو د بهرنیانو د تګ راتګ لپاره به د حکومتي ادارو تر څنګ د کرایې چورلکې (هېلېکاپټرې) هم وکارول شي.

د چینايي وګړو د ساتنې لپاره د امنیتي تګلارې اړتیا

د پاکستان او چین د پرمختیايي چارو د څېړنیز مرکز مشر او پخوانی سېنېټر مشاهد حسین سید وايي چې صوبايي حکومتونه د چینايي وګړو د خوندیتوب لپاره څه نا څه کوي، خو په دې اړه تر اوسه کومه وفاقي تګلاره نه ده تیاره شوې.

نوموړي د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې پاکستان یو امنیتي ځواک هم جوړ کړی دی خو پر دې سربېره د چینايي وګړو د امنیت ستونزه نه ده هواره شوې. "په تېرو پینځو کلونو کې اووه بریدونه شوي دي چې پکې ۱۹ چینايي او ۱۷ پاکستاني وګړي وژل شوي دي. د دې مطلب خو دا شو چې لومړی موږ کومه حکمت عملي (تګلاره) نه لرو او که لرو یې نو ناکامه ده. موږ باید دې ته له سره فکر وکړو."

سید وویل چې د ده په اند که د پاکستان حکومت د چین – پاکستان اقتصادي لارې یا سیپېک پروژو او پکې د کارکوونکو د ساتنې په موخه "په اسلام اباد کې" د "ترهګرۍ مخنیوي" ځانګړی "مرکزي دفتر" جوړ شي.

د ده په خبره، په هغه دفتر کې باید "چینایان او پاکستانیان دواړه شامل وي، ټېکنالوژي وکاروي، استخباراتي سرچینې استعمال کړي او صوبې، وفاق، پولیس او استخباراتي ادارې پکې له یو بل سره همکاري وکړي."

په همدې حال کې له هانګ کانګه د چين د انګرېزي ورځپاڼې، ساوت چاينا مارنېنګ پوسټ راپور ورکړی چې بیجنګ خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې له سفره ډډه وکړي.

مشاهد حسین سید وايي د بیجنګ هغې سپارښتنې خفه کړ، ځکه چې په وینا یې، که دا "په واشنګټن، لندن یا پراګ کې خپره شوې وای نو ما به ویل چې کېدای شي غربي هېوادونه د پاکستان له داخلي یا شاوخوا حالاتو وېرېدلي دي خو یو ملګری، ګاونډی هېواد یې چې خپره کړي، نو دا د خفګان خبره ده."

سید وویل، هغه سپارښتنه د "پاکستان پر نظام" د چین د "بې باورۍ" ښکارندويي کوي چې که اسلام اباد د چینایانو "په خوندیتوب کې پاتې راغلی دی."

پخواني سېنېټر زیاته کړه چې د دې ډول فکر له وجې له چینه پاکستان ته د خلکو او کارکوونکو تګ کمېدای شي.

د چینايي پروژو د امنیت لپاره اقدامات او حملې

په پېښور کې د اعلاوزیر په مشرۍ په غونډه کې وویل شول چې په خیبر پښتونخوا کې چینايي وګړي پر ۲۴ پروژو کار کوي.

د بیان له مخې، چارواکو وویل چې د چینایانو د امنیت لپاره یې ځانګړی ځواک جوړ کړی او د دې لپاره ۸،۵۷۸ سرتېري ځای پر ځای شوي دي.

پوښتنه دا ده چې پر دې اقداماتو سربېره وسلوال څنګه هغوی په نخښه کولای شي؟

د چارو شنونکی او د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سېکرټر سید اختر علي شاه وايي چې تر هغو چې د ترهګرو شبکې نه وي ختمې شوې، پر بهرنیانو او ملکیانو دواړو به حملې روانې وي. "د ترهګرو خپل نېټورک (شبکه) ده او تر هغو چې هغه مات شوی نه وي، نو په یو یا بل شکل به ترهګري روانه وي. کېدای شي چې کمه شي، ځکه چې اوس هڅې روانې دي چې ترهګر هدفونو ته و نه رسي، خو حکمت عملي دا په کار ده چې هغوی (وسلوال) په تا پسې راځي، نو ته ورپسې ورشه. د دې لپاره ښه استخباراتو ته اړتیا ده."

د پاکستان په مختلفو برخو کې پخوا هم پر چينايانو د شویو ډېریو حملو ذمه واري بې اېل اې منلې ده. خو له هغې ډلې پرته، په پاکستان کې نورو وسلوالو ډلو هم پر چینايي وګړو د حملو مسوولیت منلی دی.

بي اېل اې البته تور پورې کوي چې چین له پاکستاني حکومت سره د بلوچستان د وسایلو "په لوټلو کې همکاري" کوي.

خو پاکستان بیا تور پورې کوي چې د هغې ناقانونه ډلې تر شا بهرني هېوادونه دي چې هدف یې د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) پروژې ناکامه کول دي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د بشام تر برید وروسته شاوخوا ۱،۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه ووتل. بیجنګ تر هغې حملې وروسته هم له اسلام اباده غوښتي ول چې پاکستان دې هلته چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.

له داسو برېښناکوټه پرته، چینايي وګړي د پاکستان تر واک لاندې ګلګت – بلتستان کې د دیامر باشا بند هم کار کوي.

د سیمې یو خبریال عمر باچا وايي چې په بشام کې تر حملې وروسته اوس چینايي انجینران په ګاډو کې سفر نه کوي. "چینايي انجینران اوس په هېلېکاپټرو کې سفر کوي او ځايي خلکو ته ورڅخه تکلیف نه شته. د هغوی لپاره په داسو او دیامر کې [ودانۍ] جوړې دي چې پکې اوسي. [چینایان] اوس پر سړکونو نه لیدل کېږي."