د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: په بريد کې ۲ چينايي وګړي وژل شوي دي


کراچۍ کې د چينايي وګړیو پر قافله تر بريد وروسته پوليس او رېنجرز ځواکونه ورسېدل.
کراچۍ کې د چينايي وګړیو پر قافله تر بريد وروسته پوليس او رېنجرز ځواکونه ورسېدل.

په پاکستان کې د چين سفارت وايی چې د کراچۍ هوايي ډګر سره نېږدي په بريد کې دوه چينايي وګړي وژل شوي او يو زخمي دی.

سفارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې د اکتوبر پر ۶مه د شپې شاوخوا ۱۱ بجې له جناح هوايي ډګر څخه د کراچۍ د پورټ قاسم د برېښنا شرکت (پورټ قاسم الېکټرک پاور کمپني ليميټيډ) د کارکوونکو چينايي وګړيو يوه قافله روانه وه چې حمله پرې وشوه، خو البته په بیان کې د برېد څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی.

د سيند چارواکيو له بېلا بېلو پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې د بريد تصديق کړی او ويلي يې دي چې پکې دوه کسان وژل شوي او د امنیتي سرتېرو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي دي.خو د چين سفارت وايي چې په پېښه کې يو چينايي او ځينې نور ځايي وګړي زخميان شوي دي.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي (بي اېل اې) د بريد ذمه واري منلې ده. دې ډلې رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې دوی له کراچۍ هوايي ډګر څخه راتلونکیو د لوړ پوړو چينايي انجينرانو او پانګوالو قافله په نښه کړې ده.

چينايي وګړیو د پورټ قاسم برېشنايي شرکت د دوو سکرو برېښناکوټونو پر جوړولو کار کاوه.

د سفارت په بیان کې ويل شوي چې د چين سفارت او په کراچۍ کې يې کونسلګرۍ پر بېړني پلان کار پیل کړی او له پاکستاني چارواکیو څخه يې خواست کړی چې د بريد کره پلټنه وکړي، عاملینو ته دي سخته سزا ورکړي او په دې هېواد کې د چينايي وګړيو، ادارو او پروژو د خونديتوب لپاره دي ټول اړين ګامونه پورته کړي.

د پاکستان غبرګون

د پاکستان وزیراعظم د بريد غندنه کړې ده. د وزیراعظم له دفتره د اکتوبر پر اوومه خپاره شوي بیان ويل شوي چې دا حمله نه يوازې پر پاکستان ده بلکې د پاکستان او چين پر دوستۍ هم دی. په بیان کې ژمنتیا ښوول شوې چې دوی به د مجيد برېګېډ په ګډون هغو ټولو کسانو ته سزا ورکوي چې د دې حملې ذمه واره دي.

په پاکستان کې په زرګونه چينايي وګړي د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو کارکوي چې ورباندې وخت پر وخت حملې شوې دي.

په کراچۍ او د بلوچستان په ګوادر او په نورو شاوخوا سيمو کې پخوا هم پر چينايانو د شویو زیاتره حملو ذمه واري بلوڅ وسلوالې ډلې بلوڅ لبرېشن ارمي منلې ده.

دا ډله تور پورې کوي چې چين له پاکستان حکومت سره په ګډه د دوی د سيمې د وسایلو په لوټلو کې همکاري کوي. خو د پاکستان حکومت بیا دا تور پورې کوي چې د دې وسلوالې ډلې تر شا بهرني هېوادونه دي چې هدف يې چين پاکستان اقتصادي راهداري ناکامه کول دي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د بشام تر برید وروسته شاوخوا ۱،۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه ووتل.

بیجنګ تر حملې وروسته له اسلام اباده غوښتي ول چې پاکستان دې هلته چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.

XS
SM
MD
LG