د انګور اډې اوسېدونکو "د پوځ د توغندیو په برید" کې د ۲ کسانو د وژنې ضد مظاهره کړې

د سېپټېمبر پر ۱۱مه د انګور اډې یوشمېر اوسېدونکو د پېښې پرضد مظاهره وکړه.

د کوز جنوبي وزیرستان د انګور اډې سیمې اوسېدونکو تر هغې وروسته مظاهره کړې چې په ادعا یې "د پوځ د توغندیو په برید کې دوه کسان ووژل او اووه ژوبل" شول.

د پېښې یو عیني شاهد رحیم الله وزیر د سېپټېمبر پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل چې مزدوران د ځڼغوزیو په ځنګله کې په کار بوخت ول چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه ماخوستن مهال ورباندې پوځ توغندي وویشتل.

تر دې وروسته مظاهرچیانو له ډېورنډ کرښې سره نېږدې په انګور اډه کې د پېښې پرضد مظاهره وکړه او له چارواکو څخه یې په پېښه کې د ککړو کسانو پرضد د قانوني کاروایۍ غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په سېپټېمبر او اکتوبر کې د شمالي او جنوبي وزیرستانونو اوسېدونکي په غرییزو ځنګلونو کې ځڼغوزي ټولوي.

د انګور اډې اوسېدونکو له چارواکو غوښتي دي چې د ځڼغوزیو ټولولو پر مهال دې د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او په حمله کې دې د وژل شویو او ژوبلو کورنیو ته تاوان ورکړي.

په جنوبي وزیرستان کې پوځي چارواکو لا د سیمې د اوسېدونکو دعوې په اړه څه نه دي ویلي خو د سیمې یو لوړپوړي پولیس افسر امین وزیر له مشال راډیو سره په خبرو کې د دوو کسانو وژنه تایید کړې البته زیاتوي چې په دې اړه پلټنې کوي.