د بنو په ځونيخېلو (جانيخېلو) کې د پوځيانو پر يوې امنيتې پوستې په وسلوال برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د نومبر پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې وسلوالو د نومبر پر ۱۹مه د ځونیخېلو په ماليخېلو کې پر امنیتي پوستې "د حملې هڅه" وکړه چې له وجې یې نښته وشوه چې پکې شپږ مشکوک وسلوال هم ووژل شول.
پوځ وايي چې د دې په غبرګون کې وسلوالو له بارودو ډک ګاډی د پوستې له دېوال سره وجنګاوه او چاودنه یې وکړه.
د بیان له مخې، په هغه ځانمرګي برید کې د دېوال یوه برخه او ورسره لګېدلې وداني پرېوته چې پکې ۱۰ پوځیان او د فرنټییر کانسټیبلرۍ دوه سرتېري ووژل شول.
بیان زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې وسلوالو لټون ته دوام ورکړی دی.
تر دې مخکې د سیمې امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي ول چې په مالیخېلو کې وسلوالو لومړی د نومبر پر ۱۹مه ناوخته له بارودو ډک ګاډی له امنيتي پوستې سره وجنګاوه او وروسته یې ډزې پيل کړې.
د سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل چې د ډزو اوازونه تر شپې ناوخته اورېدل کېدل.
د چارواکو په خبره، په ژوبلو سرتېرو کې د دوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې ده. هغې ډلې د نومبر پر ۱۹مه رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي دي چې وسلوالو یې لومړی ځانمرګی برید وکړ او پوستې ته داخل شول.
هغې ډلې په برید کې ۲۳ پاکستانيو پوځيانو ته د مرګژوبلې اړولو دعوه کړې ده، چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.
ناقانونه حافظ ګل بهادر ډلې په بیان کې دا هم ویلي دي چې پاتې وسلوال یې تر برید وروسته "روغ رمټ" خپل "مرکزونو ته ستانه" شوي دي.
په بنو کې په تېرو دوو ورځو کې د ناامنۍ یوشمېر پېښې شوې دي.
ضلعي پولیسو مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۱۹مه شپې مهال په يوه بله پېښه کې وسلوالو د بنو په سردي خېلو سیمه کې یوه نایخانه (سقاوه) په بارودو الوځولې ده. پولیس زیاتوي چې په پېښه کې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
دا هم وګورئ:
د بنو اوسېدونکي وايي وسلوال یې "په سپينه ورځ په سيمو کې ګرځي"چارواکي وايي، په بنو کې وسلوالو تښتولي ۷ پوليس بېرته خوشي کړيجماعت اسلامي: حکومت دې د امنیت په اړه ټولګوندیزه غونډه وروغواړيد پاکستان پوځ په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې دهداراز، د بنو پوليس چارواکي وايي چې په هغه ضلع کې د نومبر پر ۱۸مه ماښام مهال هغه تښتول شوي اووه پولیس خوشې شوي دي چې وسلوالو تښتولي ول.
د بنو د پولیسو مشر ضیا الدین احمد د نومبر پر ۱۹مه ناوخته رسنیو ته په استولي بیان کې د تښتول شويو پوليسو خوشې کېدل تایید کړي خو نه نوموړي او نه وسلوالو په ډاګه کړې چې هغو په کومو شرایطو خوشې شوې دي.
تر دې وړاندې، د نومبر پر ۱۹مه سهار وختي ناپېژندليو وسلوالو د ځونيخېلو پر سیپیک (چین - پاکستان اقتصادي لاره) سړک د یو ځايي ولسي مشر ملک شودي خان پر ګاډي بريد کې د هغه په ګډون څلور کسان ووژل او شپږ نور یې ژوبل کړل. د هغه بريد ذمه واري لا چا نه ده منلې.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د بنو په ګډون د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او د هغې صوبې په يوشمېر نورو سيمو کې هم د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.
په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي.
د نومبر پر ۱۴مه د بنو ځايي ولس مشال راډيو ته ويلي ول چې په سيمه کې يې وسلوال پر سړکونو او بازارونو په سپينه ورځ "ګزمې" کوي او په خلکو کې "تالاشۍ" کوي.
خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
ای اېس پي ار وايي چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي.