د بنو سوداګرو د خپل ملګري د تښتونې پر ضد احتجاج کړی دی

احتجاجیان وايي چې د تښتول شوي سوداګر تر خوشې کولو پورې به احتجاج جاري ساتي - د نومبر ۲۸مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې سوداګرو د نومبر پر ۲۸مه سهار مهال د یو ځايي سوداګر تر تښتونې وروسته احتجاج کړی دی.

د ضلعې د سفري چارو د کاروباریانو (ټریول اېجنټس) ټولنې مشر افسر خان احتجاجیانو ته په وینا کې وويل چې سعید خان د نومبر پر ۲۸مه سهار د سبزي منډۍ پر لوري روان وو چې په لاره کې وسلوالو له موټر کوز کړ او له ځان سره يې يووړ.

د دې پېښې پرضد سوداګرو د بنو-لکي مروت سړک تړلی او حکومت ته يې د تښتول شوي سوداګر د خوشې کولو لپاره تر مازیګره وخت ورکړی دی. دوی ويلي چې که هغه پیدا او خوشې نه شو نو د بنو بازار به احتجاجاً وتړي.

یو بل سوداګر ساجد خان په خپله وينا کې وويل چې د سعید خان تر خوشې کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

دا هم وګورئ:

بنو کې په وسلوال بريد کې ۱۲ سرتېري وژل شوي ديچارواکي وايي، په بنو کې وسلوالو تښتولي ۷ پوليس بېرته خوشي کړيفیصل کريم کونډي: که په خيبر پښتونخوا کې امنیت بحال نه شو نو ترهګري به پنجاب ته ورسېږي

د بنو انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) ابرار احمد او د پولیسو مشرانو له سوداګرو سره مذاکرات وکړل خو هغوی ورته وويل چې د سعید خان تر پیدا کېدو پورې احتجاج نه ختموي.

د بنو د پوليسو مشر ضیاالدین احمد مشال راډيو ته وویل چې د تښتول شوي سوداګر د موندلو او خوشې کولو لپاره یې کاروايي پیل کړې ده.

په وروستيو کې د بنو په ګډون په شمالي وزیرستان، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يوشمېر نورو سيمو کې هم د تښتونو او د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ وخت په وخت په هدفي عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ د نومبر پر ۱۲مه شپې مهال په شمالي وزيرستان او د بلوچستان په کېچ کې د "استخباراتي معلوماتو" پر اساس په دوو جلا جلا عملیاتو کې د ۱۲ مشکوکو وسلوالو د وژلو او د شپږو د ژوبلولو ادعا کړې وه.