کاناډا د ایران انقلاب ساتونکی (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) ځواک د ترهګرې ډلې په نوملړ کې شامل کړی دی او په ایران کې یې مېشتو کاناډایانو ته له هغه هېواده د وتلو سپارښتنه کړې ده.
د کاناډا د عامه خوندیتوب چارو وزیر ډامېنېک لېبلانک دا اعلان د جون پر ۱۹مه په پلازمېنه اټووا (اوټاوا هم بلل کېږي) کې د خبري غونډې پر مهال وکړ او و یې ویل چې د ترهګر سازمان په توګه د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د نومولو پرېکړه "د خورا قوي او قانع کوونکو شواهدو" پر اساس شوې ده.
نوموړي وویل چې کاناډا "د انقلاب ساتونکي ځواک د ترهګرو فعالیتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ټولې ممکنې لارې کاروي."
د بهرنیو چارو وزیر مېلاني جولي په هم هغه خبري غونډه کې یادونه وکړه چې هېواد یې څو کاله مخکې له ایران سره سفارتي (ډېپلوماټیک) تعلقات پرې کړي ول.
نوموړې له کاناډایانو وغوښتل چې ایران ته دې نه ځي او هغه کسان چې اوسمهال هلته دي، دې "خپل کور ته ستانه" شي.
د ایران فارس خبري اژانس وايي چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني د کاناډا پرېکړه غندلې ده.
نوموړي زیاته کړې ده چې تهران د اټووا د اقدام د "متناسب او متقابل ځواب ورکولو حق" لري.
دا هم وګورئ:
"ایران دې د اوکراینۍ الوتکې قربانیانو کورنیو ته معاوضه ورکړي"ایران پر اوکراینۍ مساپر وړونکې الوتکې دوه توغندي توغولي ولکاناډايي پلټونکیو په ایران کې د راغورځولې اوکراینۍ الوتکې ځای وکوتبهر مېشتو ایرانیانو او په یو پرواز کې د وژل شویو کسانو خپلوانو له اوږدې مودې راهیسې غوښتنه کوله چې سپاه پاسداران دې د ترهګرې ډلې په توګه ونوموي.
ایرانیو ځواکونو د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې یوه مساپر وړونکې الوتکه له پلازمېنې تهرانه تر الوت لږ ساعت وروسته غورځولې وه. په هغه الوتکه کې د عملې په ګډون سپاره ټول ۱۷۶ کسان وژل شوي ول چې شاوخوا نیمايي یې کاناډایان ول.
ایرانیو ځواکونو وروسته ومنله چې کییف ته تلونکې هغه الوتکه یې په غلطۍ ویشتلې وه.
کاناډا په ۲۰۱۲ز کال کې له ایران سره ډېپلوماټیک تعلقات قطع کړي ول.