د سیند له زندانونو نور ۲۰۸ افغانان خپل هیواد ته لېږل شوي

په سیند کې په بندي افغانانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي - پخوانی انځور.

د سيند صوبې د کراچۍ مرکزي او ملير له زندانونو ۲۰۸ افغانان بیرته خپل هیواد ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د حکومت یو استازي سيد عبدالجبار د اپريل پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې دا خوشي شوي افغانان په بسونو کې د چمن له لارې خپل هیواد ته وړل شوي دي.

د ده په وینا، دا هغه کسان دي چې د اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي وو او بندي شوي وو. د ده په خبره، په ليږدول شويو دې افغان کډوالو کې ۳۸ ماشومان هم شامل وو.

عبدالجبار وايي د ۲۰۲۲م کال له جولايي مياشتې راهيسي یې ۲۲۰۰ افغانان د سیند له بېلا بېلو زندانونو خوشي کړي او خپل هیواد ته لېږلي دي.

د ده په وینا، اوس هم ۲۶۵ افغانان د کراچۍ په زندانونو کې بند دي او د دوی د خوشي کولو لپاره هڅې روانې دي.

دا هم وګورئ:

د سند له زندانونو ۱۹۰ نور افغانان خوشې شويله سینده ۱۳۸ افغان بندیان هېواد ته لېږدول شوي ديپي ټي اېم د کراچۍ په جلسه کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو د هواري غوښتنه کړې


بلخوا په کراچۍ کې د نيول شویو افغانان وکيله منيزه کاکړه وايي، بیرته افغانستان ته لېږل شویو دې کسانو خپله سزا تېره میاشت لا پوره کړې وه خو بیا هم تر اوسه په زندان کې وو.

نوموړې د اپرېل پر اوومه مشال راډیو ته وویل، "په دې وروستيو کې د کراچۍ په زندانونو کې د ډيرو افغانانو خپلي سزاګانې پوره دي او عدالتونو یې خوشي کولو او لېږلو امر هم کړی دی خو بیا هم ډېر له اونیو راهسې په زندان کې پراته دي."

د اپرېل پر اوومه د ملير له زندانه خوشي شوي نورالله داد له مشال راډيو سره په خبرو کې پر پولیسو تور پورې کړې چې په زندان کې یې ورڅخه پیسې اخیستې وې. خو پولیسو تر دې وړاندې هم داسې تورونه رد کړي وو.

په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۱،۵۰۰ افغانان د سیند له زندانونو څخه هېواد ته ستانه شوي دي.

په کراچۍ کې د بندي افغانانو وکیلې منیزې کاکړې د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، په تازه لېږدولو شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان شامل ول.

د نوموړې په خبره، د هغو ښځو مړونه یا د کورنۍ نارینه غړي چې عدالت یې هېواد ته د استولو امر کړی، لا هم په زندانونو کې بندیان دي. کاکړه زیاتوي چې په سیند کې د افغانانو د نیولو عمل دوام لري.

د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور ونیول.

یوشمېر افغانانو په تېرو میاشتو کې مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي.

دا هم وګورئ:

شاهي سید: سیند حکومت دې افغانان نه نیسي او برمته پښتانه دې را خوشي کړيد کراچۍ له زندانونو څخه ۱۲۸ نور افغانان هېواد ته لېږدول شوي ديپه کراچۍ کې يو بل افغان بندي مړ شوی، لور یې لا هم په زندان کې دهپه کراچي کې بندي افغانان په څه حال دي؟

له هغو بندیانو څخه یې اکثر تر هغې وروسته پاکستان ته واوښتل چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.

له هغوی څخه یې یوشمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ یې په هیواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي.

په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيله منیزه کاکړه وايي چې دوی په پاکستان کې د بشري حقونو له ملي ادارې خواست کړی دی چي په زندانونو کې د بندو افغان ښځو او نورو ناروغانو درملنه دې وشي.

د سیند صوبايي چارواکو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.