د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ له زندانونو څخه ۱۲۸ نور افغانان هېواد ته لېږدول شوي دي


په کراچۍ او د سیند په نورو ښارونو کې سلګونه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي دي - پخوانی انځور.
په کراچۍ او د سیند په نورو ښارونو کې سلګونه افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي دي - پخوانی انځور.

د پاکستان په سیند کې د ګرفتارو افغانانو وکیله وايي، د کراچۍ له زندانونو څخه نور ۱۲۸ افغانان خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

منیزې کاکړې د جنورۍ پر ۳۱مه د افغانانو د ستنېدو پر مهال مشال راډیو ته وویل چې هغوی له یوشمېر میاشتو راهیسې بندیان ول چې د سزا تر پوره کېدو او جرمانو ورکولو وروسته یې عدالتونو هېواد ته د لېږد امر کړی وو.

دا په داسې داسې حال کې ده چې د جنورۍ پر اوومه او نهمه هم د کراچۍ له زندانونو څخه ټول ۶۰۴ افغانان هېواد ته ستانه شوي ول. له دې پرته، د جنورۍ پر ۲۲مه د هغه ښار په زندان کې یو افغان تر ناروغه کېدو وروسته ومړ.

د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور نیولي دي. له هغوی څخه دوه افغانان تېر کال په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شول.

هلته په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسلګر سید عبدالجبار وايي، د ولي محمد جسد یې هم له افغانانو سره یو ځای لېږدولی دی.

دی وايي، په ۱۲۸ افغانانو کې اووه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.

کراچۍ کې د بندي افغانانو خپلوان ورسره ملاقات نه شي کولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:32 0:00

تر دې مخکې یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي ول چې پولیس یې پر قانوني اسنادو سربېره نیسي او پیسې ورڅخه اخلي خو پولیس دا تور ردوي.

ګڼ نور افغانان لا هم په زندانونو کې دي او خپلوان یې وايي چې ورسره په اسانۍ ملاقات نه شي کولای. پولیسو د هغو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

له هغو بندیانو څخه یې اکثر تر هغې وروسته پاکستان ته واوښتل چې طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شو او له هغه راهیسې له هغه هېواده د خلکو د وتلو لړۍ روانه ده.

له هغوی څخه یې یوشمېر هغه خلک دي‌ چې د طالبانو د حکومت له خوا ځان ته خطر احساسوي او ګڼ یې په هیواد کې د بې روزګارۍ له کبله پر وتلو مجبور شوي دي.

په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيله منیزه کاکړه وايي چې دوی په پاکستان کې د بشري حقونو له ملي ادارې خواست کړی دی چي په زندانونو کې د بندو افغان ښځو او نورو ناروغانو درملنه دې وشي.

د سیند صوبايي چارواکو په تېرو میاشتو کې په بیا بیا ویلي دي چې یوازې هغه افغانان نیسي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG