محمد اورنګزېب: په کراچۍ کې په ځانمرګي برید کې وژل شوي چینایان "ډېر مهم انجینران" ول

له کراچۍ هوايي ډګر سره د اکتوبر شپږمې تر برید وروسته یو ګاډي اور اخیستی دی.

د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب وايي، په کراچۍ کې د اکتوبر پر شپږمه په ځانمرګي برید کې وژل شوي چينايي وګړي "ډېر مهم انجینران" ول.

هغه د اکتوبر پر نهمه په خپره کړې ويډيو کې وويل چې له هغو دوو وژل شويو انجینرانو سره یې په دې اړه خبرې کولې چې پاکستان ته د انرژۍ په برخه کې د ورکړي قرض شرطونه اسانه کړي.

اورنګزېب زیاته کړه چې د دغسې مهمو خلکو وژل کېدل د پاکستان اقتصاد ته "لوی زیان" اړوي.

دا تر هغې وروسته ده چې په اسلام اباد کې د چین سفارت وویل چې د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره نېږدې په برید کې دوه چینايي وګړي ووژل او یو ژوبل شو.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د هغه ځانمرګي بريد ذمه واري منلې وه.

د چینايي انجینرانو د ګاډو پر کاروان په شوې حمله کې د یو چینايي وګړي په ګډون نهه کسان ژوبل شوي هم ول.

په همدې حال کې له هانګ کانګه د چين د انګرېزي ورځپاڼې، ساوت چاينا مارنېنګ پوسټ راپور ورکړی چې بیجنګ خپلو وګړو ته امر کړی چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې له سفره ډډه وکړي.

د چین سفارت په خپل بیان کې له اسلام اباده غوښتي ول چې د چینايي وګړو امنیت دې وساتي او بریدګرو ته دې سخته سزا ورکړي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په يو بیان کې هغه حمله غندلې او پلانوونکو ته یې د سزا ورکولو هوډ ښوولی وو.

دا هم وګورئ:

کراچۍ کې پر چينايي انجنیرانو ځانمرګي برید څومره زیان رسولی؟کراچۍ: په بريد کې ۲ چينايي وګړي وژل شوي ديپاکستاني پلاوي پر چینايي وګړو د حملې پلټنو په اړه په کابل کې له طالب چارواکو سره خبرې کړي ديد پاکستان پوځ: بشام کې پر چينايانو بريد په افغانستان کې پلان شوی وو

په کراچۍ او د بلوچستان په ګوادر او په نورو شاوخوا سيمو کې پخوا هم پر چينايانو د شویو ډېریو حملو ذمه واري بې اېل اې منلې ده.

هغه ډله تور پورې کوي چې چین له پاکستاني حکومت سره د بلوچستان د وسایلو "په لوټلو کې همکاري" کوي.

خو پاکستان بیا تور پورې کوي چې د هغې ناقانونه ډلې تر شا بهرني هېوادونه دي چې هدف یې د چین - پاکستان اقتصادي لارې (سیپېک) پروژې ناکامه کول دي.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی.

هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي او د عملي کولو لپاره یې چینايي انجینران، پوهان او کارکوونکي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پراته دي چې ورباندې په تېرو کلونو کې خونړۍ حملې شوې دي.

د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې په بشام کې په یو ځانمرګي برید کې د پینځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول. هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

د بشام تر برید وروسته شاوخوا ۱،۲۰۰ چينايي وګړي له پاکستانه ووتل.

بیجنګ تر حملې وروسته له اسلام اباده غوښتي ول چې پاکستان دې هلته چینايي وګړو او پروژو ته بشپړ امنیت ورکړي.