په پنجاب کې په شاوخوا ۴ کلونو کې په لومړي ځل د ګوزڼ پېښه ثبت شوې ده

په لاهور کې یو روغتیايي کارکوونکی یوې ماشومې ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

چارواکي وایي، په پنجاب کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی.

د پنجاب د پولیو مخنیوي پروګرام مشر خضر اقبال د اګست پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې د چکوال په یو ماشوم کې یې د ګوزڼ وایرس موندلی دی.

دی وايي، دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پنجاب کې د پولیو لومړۍ پېښه ده. "هغه ماشوم چې په ګوزڼ اخته شوی دی، عمر یې تر شپږو کلونو زیات دی. تر دې مخکې په ۲۰۱۵ز کال کې هم په چکوال کې د پولیو پېښه پېښه ثبت شوې وه. دا له ۲۰۲۰ز کال راهیسې په څلورو کلونو کې په پنجاب کې د ناروغۍ لومړۍ پېښه ده."

اقبال زیاته کړه چې د حکومتي، روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او ځايي انتظامیې د چارواکو یوه څېړنیزه کمېټي جوړه شوې چې به په چکوال کې د ګوزڼ ناروغۍ پرضد د کیمپېن لپاره تګلاره جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د عامې روغتیا ملي ادارې (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) د اګست پر دویمه وویل چې د بلوچستان په جل مګسي او کلا عبدالله کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوې دي.

دا هم وګورئ: په بلوچستان کې ۲ نور ماشومان ګوزڼ وهلي دي

له تازه پېښو سره په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر ۱۲ ته رسېدلی دی چې نهه یې د بلوچستان، دوه یې د سیند او یو د پنجاب اوسېدونکی دی.

په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

د روغتیا ملي ادارې په جولای کې د بلوچستان په خضدار، کوټې، دوکۍ، د سیند د کراچۍ په شرقي ضلع، ملیر، د پنجاب په راولپېنډۍ، لاهور او ګوجراوالا کې په ناپاکو اوبو کې د پولیو وایرس موندل شوی وو.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. دوی زیاتوي چې د دې لپاره اړینه ده چې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان باید هر ځل د کیمپېن پر مهال واکسین شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.