په پاکستان او افغانستان کې له نن څخه د پوليو ضد کيمپېن پیلېږي

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر لومړۍ نېټه په سيند صوبه کې يو دوه نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی وو چې دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په سيند کې د پولیو ثبت شوې لومړۍ پېښه وه.

د پاکستان روغتيا وزارت د جون پر دويمه رسنیو ته په استولي بیان کې ويلي چې د جون له درېيمې به د دې هېواد په ۶۶ ضلعو کې د ګزڼ یا پولیو ناروغۍ ضد کمپاین پیل شي.

د دوی په وینا، په دې لړ کې به تر پینځو کالو کم عمره ۱۶.۵ مېليونه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي لپارواکسين ورکول کېږي.

بیان زیاتوي چې دا کيمپېن به د اسلام اباد په ګډون د خيبر پښتونخوا په ۲۳، د بلوچستان ۲۰، د سيند ۱۶ او پنجاب ۶ ضلعو کې پینځه ورځي دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر لومړۍ نېټه په سيند صوبه کې يو دوه نیم کلن ماشوم ګوزڼ وهلی وو چې دا په روان ۲۰۲۴ز کال کې په سيند کې د پولیو ثبت شوې لومړۍ پېښه وه.

له تازه پېښې سره په دې هېواد کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر څلورو ته ورسېد چې پکې پاتې درې يې په بلوچستان کې ثبت شوې دي.

دا هم وګورئ:

د سیند په شکارپور کې ۱ ماشوم ګوزڼ وهلی دید بلوچستان ډېره بګټي کې په ۱۳ کلونو کې د پولیو لومړۍ پېښه ثبت شوې ده

هلته په افغانستان کې هم د جون له دریمې د ګوزڼ ضد واکسيني کيمپېن پیلېږي. له پولیو د خلاص افغانستان بنسټ د جون پر دويمه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې کيمپېن به د دې هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې پیلېږي.

د افغانستان ځینو ځايي رسنیو په روان ۲۰۲۴ز کال کې په غزني کې د پولیو د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړی دی. تېر کال په افغانستان کې ۶ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی.

په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) په وروستیو میاشتو کې په خپلو بېلابېلو رپورټونو کې ویلي دي چې تر اوسه یې د پاکستان له ۳۹ ضلعو څخه د ناولو اوبو په ۱۵۳ نمونو کې د پولیو وایرس موندلی دی.

هغې ادارې د اپرېل پر شپږمه په بیان کې ویلي ول چې په مارچ کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناپاکه اوبو د نکاسۍ له نظامه نمونې واخیستې.

هغه اداره زیاتوي چې وایرس یې د خیبر پښتونخوا د پېښور او کواټ، د بلوچستان د کوټې، سېوۍ، نصیر اباد او مستونګ او د سیند صوبې د کراچۍ د درو ضلعو شرقي، جنوبي او ملیر په ناولو اوبو کې موندلی وو.

چارواکو د ۲۰۲۳ز کال د ډېسېمبر په پای کې د خيبر پښتونخوا د پېښور، د بلوچستان د چمن او د سيند د کراچۍ د کیماړۍ او حیدراباد په ناولیو یا ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ د وایرس نمونو موندلو خبر ورکړی وو.

دا هم وګورئ:

د کورمې درې قامونو د غوښتنو نه پوره کېدو په احتجاج کې له پولیو واکسینو بایکاټ وکړد پېښور، کواټ او کوټې په ګډون د پاکستان یوشمېر ضلعو کې د ګوزڼ وایرس موندل شوی دی

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.