د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې درې قامونو د غوښتنو نه پوره کېدو په احتجاج کې له پولیو واکسینو بایکاټ وکړ


 افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پېښې مخې ته راځي: انځور له ارشیفه
افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پېښې مخې ته راځي: انځور له ارشیفه

د کورمې ضلعې ځینو قبیلو د احتجاج په توګه خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو د نه ورکولو اعلان کړی دی.

دا پرېکړه منګلو، خروټو او ځدراڼو د مې پر ۲۷مه اعلان کړه او حکومت ته یې شرط کېښود چې اول دې یې غوښتنې ومني، بیا به ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین کوي.

د کورمې د میرمۍ سیمې یو مشر خان مرجان مشال راډیو ته وویل، دوی له پولیو څخه ځکه بایکاټ اعلان کړ چې حکومت ورسره دا نه منله چې هلته تړل شوی سکول به بیرته پرانیزي، افغانستان ته ورغلې لارې به پرانیزي، پر خوړ به پل جوړوي او وخت په وخت لادرکه کړل شوي کسان به بیرته کورونو ته ستنوي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت اعلان کړی دی چې له افغانستان سره نيږدې پرتو سیمو کې به د جون له درېيمې نېټې څخه ماشومانو ته د پولیو د څاڅکو د ورکولو پنځه ورځنی کمپاین پیلوي. په دې خصوصي کمپاین کې ۴۳،۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسینو ورکولو ویل شوي دي.

تر دې وړاندې ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅو د ورکولو یو بل پهیر د روان کال د اپریل په ۲۹مه هم پیل شوی وو چې هغه مهال هم منګلو، خروټو او ځدراڼو له هغه بهیره د بایکاټ اعلان کړی وو. دوی هغه مهال هم له حکومته همدا مطالبات لرل.

د کورمې له خلکو وړاندې د ځینو نورو قبایلي ضلعو خلکو هم د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د پولیو له کمپاینونو وخت په وخت بایکاټ اعلان کړی دی. د سیمې یو مخور دیني عالم مفتي اختر اورکزي د مې په ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، د اسلام مذهب هیچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د خپلو ماشومانو ژوند دې په خطر کې واچوي.

د کورمې مرستیال کمیشنر حفیظ الله د مې پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، د کومې سیمې مشران چېد پولیو له کمپاینه بایکاټ کوي، هغه سیمې رښتیا هم د ترقۍ په میدان کې له نورو هغو شاته پاتې دي. خو د نوموړي په وینا، د خپلو غوښتنو شرط د پولیو له بهیر سره تړل مناسب ګام نه دی ځکه چې له دې سره ماشومان د معذورۍ سره مخ کیدی شي.

حفیظ الله وايي، د سیمې د خلکو ځیني مسلې به د راتلونکي مالي کال په بجټ کې حل شي او چې کوم پاتې شي د هغو د حل لپاره به انتظامیه لارې ګودرې ولټوي. هغه هیله ښکاره کړه چې د پولیو د کمپین له پیلېدو وړاندې به خلک د خبرو اترو او جرګو له لارې دې ته رضا کړي چې خپلو ماشومانو ته دې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.

د پاکستان د روغتیا محکمې د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ز کال کې د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې یوه یې تازه د مې پر ۲۶مه مخې ته راغلې ده. په پاکستان کې د پولیو درې واړه مثبتې پېښې په بلوچستان ایالت کې ثبت شوې دي.

روغتیاپالان وايي چې پوليو درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري. اوس مهال په ټوله نړۍ کې د پولیو لمنه ټوله شوې خو افغانستان او پاکستان یوازیني هیوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو مثبتې پېښې مخې ته راځي. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG