د بهرنیو چارو وزارت: د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ پر مخ وړل د وفاقي حکومت کار دی

په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ یو پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویانده وايي، د هېواد بهرنۍ پالیسي پرمخ وړل یوازې د وفاقي حکومت د واک برخه ده.

ممتاز زهرا بلوڅې د سېپټېمبر پر ۱۲مه په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د چا نوم وانخیست خو و یې ویل چې که کوم "عوامي شخصیت" یو وړاندیز لري نو حکومت به پرې غور کوي او ملي ګټو ته په پام به پرېکړه کوي.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د سېپټېمبر پر ۱۰مه اعلان وکړ چې د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پېښو د مخنیوي او په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره مستقیمې خبرې پیلوي.

هغه وویل چې درې ځلې یې له وفاقي حکومت څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو له حکومت سر خبرې وکړي، خو په وینا یې چې وفاقي حکومت هېڅ اقدام و نه کړ.

ده وویل، همدا لامل دی چې د خیبر پښتونخوا د صوبې د مشر په توګه به دا خبرې خپله وکړي او هڅه به وکړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ستونزې حل کړي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا د طالبانو حکومت تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسلوالو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي دي او د هغې ډلې وسلوال له افغانستانه په پاکستان کې حملې کوي.

البته د طالبانو حکومت دا تور ردوي او ټینګار کوي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې پټنځای نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت داراز وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي او زیاتوي چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر ډله هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

دا هم وګورئ:

پولیسو په بنو او لکي مروتو کې پرلتونه ختم کړي، خو په باجوړ کې یې ناسته روانه دهپه بنو کې پولیسو د پوځي چاوڼۍ مخې ته پرلت وهلی دیلکي مروت او جنوبي وزیرستان: په حملو کې د پولیس افسر په ګډون ۲ تنه وژل شوي، ۴ ژوبل ديمنظور پشتین لکي مروتو کې د پي ټي اېم د یو ځايي مشر او د پولیسو سرتېري وژنه غندلېد باجوړ پولیس د خپل وژل شوي ملګري د قاتلانو نیولو مطالبه کوي

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت پرته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم د ګنډه پور د څرګندونو په ځواب کي ویلي چې صوبه دا واک نه‌ لري چې له کوم بل هېواد سره مستقیمې خبرې وکړي.

هغه د ګنډه پور دا دریځ "پر وفاق یو مستقیم برید" وباله او زیاته یې کړه، "د هېڅ صوبې دا اختیار نه‌ شته چې د بهرني سیاست په اړه خپله پرېکړه وکړي."

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا د ا د اطلاعاتو او رسنیو دفتر د سېپټېمبر پر ۱۲مه شپې ناوخته وویل چې اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په پېښور کې د طالبانو د حکومت له قونسل جنرل حافظ محب الله شاکي سره وکتل او په سیمه کې یې د ثبات تر څنګ پر دوه اړخیزه اړیکو خبرې وکړې.

دفتر پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې هغوی د افغان کډوالو د ستونزو پر هوارۍ او د تجارت پر ښه کولو هم وغږېدل.

په بیان کې راغلي دي چې ګنډه پوره د طالبانو حکومت استازي ته وویل چې د ترهګرۍ خلاف جګړې له وجې د سیمې خلک له ستونزو سره مخامخ دي او د سیمې امنیت د دواړو خواوو په ګټه دی.

بیان زیاتوي چې ګنډه پور وویل چې اوس د وخت راغلی دی چې د امنیت لپاره جدي خبرې وشي او د پاکستان وفاقي حکومت افغانستان ته جرګه ولېږدوي.

په خیبر پښتونخوا کې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د ناامنۍ پېښې خورا زیاتې شوي دي چې پر ضد یې د سیمې خلکو احتجاجونه، جرګې، پاڅونونه، پرلتونه او لاریونونه کړي دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې مطالعاتو مرکز په خپل وروستي رپورټ کې ویلي دي چې د ۲۰۲۴ز کال په اګست کې په ټول هېواد کې "۵۹ ترهګر بریدونه شوي" چې ورڅخه یې "۲۹ په خیبر پښتونخوا،" "۲۸ په بلوچستان" او "دوه په پنجاب" کې ترسره شوي ول.

راپور وايي چې په هغو حملو کې ټول ۸۴ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل شوي ول.

خو د پاکستان حکومت وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او په دې موخه یې په جون کې د ترهګرۍ پرضد د "عزم استحکام" په نوم د عملیاتو اعلان وکړ.

پوځ او حکومت پوځ دريځ لري چې عملیات د ناامنۍ ختمولو لپاره اړین دی خو د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې یې پر ضد احتجاجونه شوي دي او خلک وایي چې تر دې وړاندې هم هلته پوځي عملیات شوي دي خو نه یوازې خلکو ته پکې زیانونه رسېدلي بلکې امنیت هم نه دی ټینګ شوی.

داراز، د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

هغه وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.