د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت او جنوبي وزیرستان: په حملو کې د پولیس افسر په ګډون ۲ تنه وژل شوي، ۴ ژوبل دي


په لکي مروتو کې پولیس له پوستې سره نېږدې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.
په لکي مروتو کې پولیس له پوستې سره نېږدې د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا په لکي مروتو او کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ په دوو پېښو کې د یو پولیس افسر په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور تنه ژوبل دي.

د لکي مروتو د پولیسو ویاند شاهد حمید مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو د سېپټېمبر پر اتمه مازیګر مهال د ګمبېلې تاڼې د پلټنیزو چارو سب انسپېکټر او د هغه تره زوی یې وویشتل.

پولیس وايي چې افسر معتبر خان په برید کې ووژل شو او د تره زوی یې ژوبل شو.

بیان زیاتوي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي.

په همدې حال کې پولیس وايي چې په کوز جنوبي وزیرستان کې د سړک تر غاړې ښخ بم په چاودنه کې یو کس وژل شوی او د ځايي ولسي مشر په ګډون درې تنه ژوبل شوي دي.

په واڼه کې د پولیسو یو چارواکي امین وزیر مشال راډیو ته وویل چې ملک جمیل وزیر د سېپټېمبر پر اتمه سهار شاوخوا نهه بجې په کړیکوټ کې روان وو چې ګاډی یې د ځمکلاندې بم ښکار شو.

امین وزیر زیاته کړه چې په چاودنه کې د ملک جمیل وزیر زوی شمس الدین ووژل شو او هغه خپله او په ګاډي کې سپاره دوه نور کسان ټپيان شول.

د لکي مروتو او کوز جنوبي وزیرستان د حملو ذمه واري چا نه ده منلې.

په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني زیاته شوې چې پرضد یې پراخې مظاهرې او جرګې شوې دي.

روانه اوونۍ د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې په حملو کې د پولیسو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته. د سېپټېمبر پر اوومه په لکي مروتو کې وسلوالو یو پولیس او د هغه ورور ووژل.

د سېپټېمبر پر شپږمه وسلوالو په بنو کې وسلوالو په دوو حملو کې دوه ولسي وګړي او یو پولیس سرتېری وژلی وو او د بکاخېلو تاڼېدار یې تښتولی وو. پر هم هغه ورځ د مومندو په غلنۍ کې د ملېشه ځواک پر مرکز د برید پر مهال دوه وسلوال ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د ملېشې پر مرکز د حملې ذمه واري منلې وه.

بلخوا حکومت او پوځ وايي چې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف بې توپیره کاروایۍ دوام لري.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري د سېپټېمبر پر پینځمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته وويل چې د ۲۰۲۴ز کال له پیل راهیسې یې تر اوسه د ترهګرۍ ضد ټول ۳۲،۱۷۳ عملیات کړي دي چې پکې د نښتو پر مهال ۱۹۳ افسران او سرتېري وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د تېرې یوې میاشتې په موده کې یې د ترهګرۍ پرضد ټول "۴،۰۲۱ عملیات" کړي دي چې پکې ۹۰ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

نوموړي وویل چې پوځ او قانون پلي کوونکې ادارې د استخباراتي معلوماتو پر اساس هره ورځ اوسطاً ۱۳۰ کاروایۍ کوي او زیاته یې کړه چې د "ترهګرۍ تر ختمولو پورې" خپلو "هڅو ته دوام" ورکوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG