خیبر پښتونخوا کې د ناموسي وژنې په تور ۴ تنه نیول شوي دي

په پاکستان کې فعالان وخت په وخت پر ښځو د تشدد پرضد او د هغوی د حقونو خوندیتوب لپاره مظاهرې کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په کوهستان کې یې په وروستیو کې د شوې ناموسي وژنې په تړاو څلور تنه نیولي دي.

په همدې حال کې پولیسو ویلي دي چې په ډېره اسماعیل خان کې د ناموس په نوم د یوې ښځې د وژنې په غبرګون کې د یوې ماشومې په ګډون درې تنه وژل شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې تازه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې د نومبر پر ۲۵مه پر ښځو د تشدد د ختمولو نړیواله ورځ ولمانځل شوه او له هغه وخت راهیسې پر ښځو د تشدد پرضد ۱۶ ورځنی کیمپېن دوام لري.

د ډېره اسماعیل خان د صدر تاڼې د پولیسو مشر عمر حیات مشال راډیو ته وویل چې پېښه د هغه ښار د پنیالې په رحمانيخېلو کلي کې شوې ده چې مقدمه یې دایره کړې، پلټنې کوي او پکې ککړ کسان نیسي.

د سیمې یوه اوسېدونکي مجید مروت مشال راډیو ته وویل چې یو کس د ناموس په نوم خپله مېرمن ووژله چې تر هغې وروسته د هغې ښځې ورور ورغی او د هغې ماشومه لور، خواښې او خسر یې ووژل.

د سیمې اوسېدونکو له پولیسو غوښتنه کړې ده چې د دې ډول پېښو مخنیوي لپاره دې په کورونو کې د وسلو پر ساتلو بندیز عملي کړي.

د کوهستان پېښه

د کوهستان پولیسو ویلي دي چې په وروستیو کې یې د یوې ناموسي وژنې په تور څلور تنه نیولي دي.

د هزارې ډېوېژن د پولیسو د مشر ویاند واجد محمود د نومبر پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې هغه نجلۍ د نومبر پر ۲۴مه په خپل کور کې وژل شوې وه چې پولیسو یې مړی ترلاسه کړی دی.

د ده په خبره، هغه نجلۍ تر هغې وروسته وژل شوې وه چې پر فېسبوک یې له یوې نجلۍ او دوو هلکانو سره ګډ انځورونه خپاره شوي ول.

محمود وايي، د نجلۍ د وژنې په تړاو یې د هغې پلار، تره، د تره زوی او یو بل خپلوان نیولي دي او ورڅخه پلټنې کوي.

د ده په خبره، په انځورونو کې ښکاره شویو هلکانو او نجلۍ ته هم د مرګ ګواښونه شوي دي خو هغوی یې محفوظ ځای ته لېږدولي دي.

محمود هغه خبرې بې اساسه بللې دي چې ګواکې د نجلۍ د وژنې پرېکړه جرګې کړې وه او زیاتوي چې پر فېسبوک یې د انځورونو د خپروونکي کس، چې تر اوسه یې پېژندګلوي نه ده په ډاګه شوې، پرضد هم مقدمه دایره کړې او لټون یې کوي.

پولیسو دا اقدام تر هغې وروسته کړی دی چې د خیبر پښتونخوا لنډمهالي اعلاوزیر سید ارشد حسین شاه په کوهستان کې د نجلۍ د ناموسي وژنې په اړه اقدام وکړ او د نومبر پر ۲۸مه یې پولیسو ته د ککړو کسانو د ګرفتاري امر وکړ.

دا هم وګورئ:

ناحکومتي سازمان وايي په سوات کې سږ کال ۲۶ ناموسي وژنې شوې ديد نجونو ویډیو رسوایۍ جوتوونکی افضل کوهستانی ووژل شوعورت فاونډېشن وایي په بلوچستان کې ناموسي وژنې زیاتې شوې ديکوهستان: د پنځو نجونو په وژنه ککړو درې کسانو ته د عمر بند سزا

په کوهستان کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. د ۲۰۲۱ز کال په مې میاشت کې په کوهستان کې یو سړی او ښځه د پت په نوم ووژل شول.

تر دې مخکې په ۲۰۱۲ز کال کې پر ټولنیزو شبکو د واده یوې ویډیو تر خپرېدو وروسته د کوهستان یوې جرګې د څلورو نجونو او دوو هلکانو د وژنې امر کړی وو. په هغه ویډیو کې ښکارېدل چې څلور نجونه ناستې دي، چکچکې وهي (لاسونه پړکوي)، یو هلک ګډېږي او بل یې ویډیو جوړوي.

د هغې ویډیو پر سر د نجونو په ګډون یوشمېر کسان ووژل شول او د پاکستان سپریم کورټ یې نوټس هم اخیستی وو.

د سیمې یوه عدالت په ۲۰۱۹ز کال کې په هغو وژنو کې د ککړتیا په تور درو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې وه او پینځه تورن کسان یې خوشې کړي ول.

خو له کوهستانه پرته د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د ناموسي وژنو پېښې کېږي. په صوبه کې د "دي اوېکنينګ" په نوم د ښځو د حقونو لپاره د کارکوونکي ناحکومتي سازمان یو مشر شمشېر علي خان په سېپټېمبر کې مشال راډیو ته ویلي ول چې په سوات کې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ناموس په نوم ۲۶ کسان وژل شوي چې زیاتره يې ښځې دي.

نوموړي دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې وې چې د مینګورې په بازار کې یوه ښځه ووژل شوه چې تور يې د هغې پر مېړه پورې شوی وو.

وروسته د مينګورې د پولیسو مشر (ډي اېس پي) امجد علي خان مشال راډيو ته وويل چې د هغې ښځې مېړه اختر علي یې د وژنې په تور نیولی دی.

شمشېر علي خان زیاته کړې وه چې د ناموسي وژنو او پر ښځو د تشدد د مخنيوي لپاره باید سیاسي، مذهبي او ولسي مشران فعاله شي او په خلکو کې اګهي خپره کړي.

له خیبر پښتونخوا پرته په بلوچستان او د پاکستان په نورو برخو کې هم وخت په وخت ناموسي وژنې کېږي. د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي سازمان عورت فاونډېشن د ۲۰۲۳ز کال په مې کې په یو رپورټ کې وویل چې په بلوچستان کې په تېرو پینځو کلونو کې د پت یا ناموس په نوم د ۱۴۹ ښځو د وژنو پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او خوندیتوب لپاره قوانین شته چې پکې پر ښځو د تېزاب اچونې، کورني تاوتریخوالي، ځورونو او د ناموسي وژنو په څېر جرمونو لپاره سختې سزاګانې بیان شوې دي.