جلیل عباس جیلاني: د چترال نښتو کې د طالبانو حکومت لاس نه لري

پاکستاني پوځيان په چترال کې - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو نګران وزیر جلیل عباس جېلاني ویلي چې په چترال کې د وسلوالو او د پوځ ترمینځ نښته بېله موضوع ده او په دې کې په افغانستان واکمن د طالبانو حکومت لاس نه لري.

جېلاني د سېپتمبر پر اتمه په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې د ترهګرۍ خلاف یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره مثبتې خبرې شوې دي.

دا له هغې وروسته ده چې په چترال کې د سېپتمبر پر شپږمه د پوځ او وسلوالو ترمینځ نښتې وشوې.

د چترال د کالاش (کیلاش) یو اوسېدونکي نابېک د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې وسلوال د بمبورېت سیمې ته داخل شوي دي او شاوخوا اووه کېلومیټره دننه ورغلي دي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د سېپټېمبر پر اوومه په بیان کې دعوه وکړه چې په نښتو کې یې ۱۲ امنیتي سرتېري وژلي دي او ۹۰ یې نیولي دي.

خو د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر شپږمه وویل چې چې په چترال کې له ناقانونه ټي ټي پي سره په نښته کې څلور سرتېري او ۱۲ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) تر پېښې وروسته په بیان کې وویل چې په جدیدو وسلو سمبالو ګڼو وسلوالو په کالاش (کیلاش) کې پر امنیتي پوستو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښته پیل شوه.

پوځ ادعا کړې چې وسلوال د افغانستان له کونړ او نورستانه ورغلي وو چې د طالبانو حکومت ته یې په اړه خبر ورکړل شو. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې په کابل کې د طالبانو حکومت بايد دا يقيني کړي چې وسلوال د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کاروي.

ټي ټي پي هم پر هغه ورځ په بیان کې دعوه کړې وه چې هلته یې دوه کلي او د پوځ ځینې پوستې نیولې دي او شپږ سرتېري یې وژلي دي.

مشال راډيو په خپلواکه توګه د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان د دعوو تصدیق نه شي کولای.

کالاش د پېښور شمال ته په چترال کې په درو کلیو مشتمله سيمه ده چې د افغانستان له نورستان ولایت سره پوله لري او زياتره اوسېدونکي يې د کالاشۍ عقيدې یا دین منونکي دي.

د هغې سیمې اوسېدونکي د عقیدې تر څنګ د رنګ، لباس، خوراک او خوی بوی له پلوه هم د پاکستان د نورو سیمو له اوسېدونکو سره ښکاره توپیر لري.

د کالاش درې په درو کلیو – بمبورېت ، بيرير او رامبور - کې د کالاشيانو شمېر له درو څخه تر ۴،۰۰۰ پورې دی.

دا هم وګورئ: کالاش- د ښاپېرو وطن

د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو فعالیتونه زیات شوي دي او د پاکستان حکومت وايي چې امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې خلکو د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي چې پکې پر حکومت غږ شوی چې د وسلوالو پر ضد دې کوټلي ګامونه واخلي.

حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان لنډمهالي وزيراعظم انوار الحق کاکړ ویلي دي چې د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد نه ستړي کېدونکې مبارزه کوي او هېڅکله به په دې لار کې ماته و نه مني.