د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا پر پولیسو د وسلوالو بریدونه ولې زیات شوي؟


د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د پېښور پر پولیس لاین جومات تر خونړي برید وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو احتجاج هم کړی وو.
د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د پېښور پر پولیس لاین جومات تر خونړي برید وروسته د خیبر پښتونخوا پولیسو احتجاج هم کړی وو.

د خيبر پښتونخوا پر پوليسو د وسلوالو د بريدونو د لړۍ وروستی هغه د روانې اپرېل مياشت پر درېيمه د کواټ په تپي سيمه کې وشوه.

د رپورټونو ترمخه، موټر سايکل سپرو ناڅرګنده وسلوالو دوه پوليس سرتيري، چې د تراويح لمانځه پر مهال د سيمې د يوه جومات امنيت ساتلو لپاره پر لاره ول، په ډزو وويشتل او ويې وژل.

تر دې مخکې د مارچ پر ۳۰مه په لکي مروت کې د پوليسو پر يوه ګاډي ماين وچاودېد، چې په هغه پېښه کې د پوليسو د يوه افسر، ډي ايس پي اقبال مومند په ګډون پينځه پوليسان ووژل شول. د هغې حملې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې منلې وه.

په اسلام اباد کې د “خراسان ډايري” په نوم يوې ادارې چې د سيمې پر امنيتي موضوعاتو څېړنې کوي، د اپرېل پر دويمه پر خپله ټوېټر پاڼه د حکومتي معلوماتو پر اساس ليکلي چې د روان ۲۰۲۳ز په لومړيو درو مياشتو کې د خيبر پښتونخوا پر پوليسو ۱۲۵ وسلوال بريدونه شوي چې پکې د دوو افسرانو په شمول ۲۵ پوليس سرتيري پکې وژل شوي او ۲۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو پخواني مشر ملک نويد د اپرېل پر څلورمه له مشال راډيو سره په خبرو کې د صوبې پر پوليسو د وسلوالو د بريدونو موضوع د اندېښنې وړ وبلله.

نوموړي زياته کړه چې د نورې نړۍ د پولیسو په څېر د پاکستان پوليس هم بايد د ترهګرو پر وړاندې مضبوط ودرېږي.

نويد البته د پاکستان ولسي حکومتونه ملامته کړل چې په خبره يې، د ترهګرۍ ضد پوليسو د روزنې او د هېواد له استخباراتي ادارو سره د هغوی د همکارۍ او همغږۍ په څېر ضرورتونو پوره کولو ته يې لازمه پاملرنه نه ده کړې.

ده وویل، "حالات واقعي د اندېښنې وړ دي، د تحريک طالبان پاکستان وسلوال ښه روزل شوي دي، د نسبتاً اسانه اهدافو د په نښه کولو يو نظام يې ځان ته جوړ کړی دی. پوليس ځکه په اسانه په نښه کېږي چې پر وايرلس د هغوی د نقل و حرکت پته لګېږي. وسلوال چې يو رياست چېلنجوي نو تر هر څه مخکې قانون عملي کوونکې ادارې ورته په نښه کوي او د هغو مورال کمزوری کوي."

نوموړي زیاته کړه چې د ټولې نړۍ پوليس د ياغي ډلو پرضد جنګېږي خو د پاکستان مسله دا ده چې خپل پوليس یې په ترهګرۍ ضد چارو کې په سمه توګه نه دي روزلي.

ملک نوید وویل، "د دې ترڅنګ، د پولیسو او د هېواد د استخباراتي ادارو ترمينځ د معلوماتو پر وخت نه شريکېدل يوه بله لويه ستونزه ده. حکومتونه مو اکثره وخت وايي چې پيسې نه لري، خو که و يې لري هم، نو پر هغو کارونو يې مصرفوي چې له سياسي پلوه ګټور وي."

د خيبر پښتونخوا پر پوليسو حملې تر هغې وروسته زياتې شوې چې د تحريک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسيد د ۲۰۲۲ز په نومبر کې ظاهراً د هغه وخت له حکومت سره د سولې د خبرو تر ناکامۍ وروسته خپلو وسله والو ته په پاکستان کې د حملو پيلولو امر وکړ.

په پېښور کې خبريال او د چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، وسلوال طالبان پر پوليسو حملې د پاکستان پر حکومت د فشار د يوې وسيلې په توګه کاروي.

د شاهد په خبره، طالبان غواړي له پاکستان سره بندي ځينې مخکښان يې خوشي او هم يو شمېر مراعات ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړه، "د پاکستان ځواکونو هم له طالبانو سره روغه جوړه غوښته، [د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشرانو] جنرل فيض حميد او مصطفا کمال برکي له هغوی سره مذاکرات پيل کړي ول. تېر کال د هم هغو خبرو په نتيجه کې د پاکستان حکومت شاوخوا ۱۰۰ بندي طالب وسلهوال خوشي کړي ول. د هغوی مقدمې ختمې شوې، ولسمشر پرې باقاعده دستخط وکړ. خو څلور طالب مخکښان اوس هم د پاکستان په بند کې دي، چې په هغو کې د مسلم خان او ملک محمود نومونه يادېږي."

د شمیم شاهد په وینا، طالبانو حملو ته ځکه زور ورکړی چې يو يې دا کسان خوشي شي او بل د پاکستان حکومت له دوی سره هغه وعدې پوره کړي چې د صوبې په بېلا بېلو ضلعو کې به خوندي ځايونه ورکوي او په ټول هېواد کې به ازادانه تګ راتګ کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت رپورټ کې د ټي ټي پي فعالیتونو په اړه څه ویل شوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:09 0:00

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې په سوات کې د وسلوالو طالبانو د موجوديت په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته نه يوازې په هغه سيمه بلکې د پېښور ترڅنګ په قبايلي ضلعو کې خلکو د ترهګرۍ پر ضد او د امن په حق کې احتجاجونه وکړل.

د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر څلورمه د سوات په مرکز مېنګوره کې د پوليسو يو متقاعد افسر، ډي اېس پي نويد اقبال مشال راډيو ته وويل، په ملاکنډ کې د طالبانو د ۲۰۰۷ز او ۲۰۰۸ز کلونو حملو د سيمې پوليس او هم عام خلک وېرولي ول.

خو نوموړي زياته کړه چې دا ځل د ملاکنډ ولس بيداره او پوليس يې د مخکې په پرتله زيات روزل شوي او د وسلوالو پرضد مبارزې ته چمتو دي.

همداراز د لکي مروت د پوليسو وياند شاهد حميد له مشال راډيو سره په خبرو کې هوډ وښود چې د وسلوالو حملې د پوليسو مورال نشي کمزوری کولی. د نوموړي په وينا، دوی ته جديده اسلحه او روزنه ورکړل شوې او چمتو دي چې د وسلوالو خلاف جنګ ته دوام ورکړي.

موږ هڅه وکړه چې د خيبر پښتونخوا پر پوليسو د وسلوالو بريدونو په اړه د دې صوبې د پوليسو د اوسني مشر، اختر حيات خان نظر معلوم کړو خو د بيا بيا ټېلېفوني رابطو باوجود په خبرو ورسره و نه توانېدو.

تر ده مخکيني هغه، معظم جاه انصاري د فبرورۍ پر دويمه په پېښور کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي ول چې د ښار د پوليس لاينز پر جومات د جنورۍ ۳۰مې په بريد کې ککړ ترهګر به ژر ونيول شي.

د هغې ځانمرګي بريد، چې ذمه واري يې تحريک طالبان پاکستان نه وه منلې، د مړيو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی وو او د ژوبلو هغه يې شاوخوا ۲۱۵ ته رسېدلی وو.

XS
SM
MD
LG