علي امین ګنډه پور د عمران خان د خلاصون لپاره په صوابۍ کې احتجاجي جلسه اعلان کړې

علي امین ګنډه پور جلسې ته وینا کوي ـ پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ویلي، له زندانه د تحریک انصاف د رهبر او پخواني وزیراعظم عمران خان د خلاصون لپاره د نومبر پر نهمه په صوابۍ کې احتجاجي جلسه کوی.

علي امین ګنډه پور د نومبر پر دویمه په راولپېنډۍ کې د اډیالې زندان مخې ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې نور له ریاستي "ځورونو تنګ" دی او پر خپلو پلویانو د احتجاج لپاره "وروستی غږ" کوي.

ګنډه پور واضحه کړه چې "وروستی غږ" په دې معنا دی چې د تحریک انصاف پلویان دې د صوابۍ موټروې جلسې ته د تګ پر وخت خپلې کورنۍ خبرې کړي، ځکه ښايي کور ته ستانه نه شي. نوموړي البته ټینګار وکړ چې جلسه به یې سوله ییزه او لاسته راوړونکې وي.

پاکستان تحریک انصاف تر دې مخکې د اکتوبر پر څلورمه او پینځمه هم د اسلام اباد په جمهوریت څلورلاره (ډي چوک) کې د احتجاجي مظاهرو هڅه کړې وه، خو حکومت یې په سختۍ مخه ونیوله او ګڼ پلویان یې ونیول.

ګنډه پور< چې د اکتوبر پینځمې د احتجاج مشري ور په غاړه وه، د ۲۴ ساعتونو تر لادرکۍ وروسته د اکتوبر پر شپږمه ماښام ناوخته د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په غونډه کې څرګند شو او و یې ویل چې د امنیتي ادارو له وېرې د اسلام اباد په پښتونخوا هاوس کې پټ شوی وو.

بلخوا د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د حکومت مخالف ګوندونو غړي پر علي امین ګنډه پور نیوکه کوي چې د صوبې د امنیت او نورو مهمو مسایلو د حل پر ځای یې ټوله توجه د وفاقي حکومت ضد احتجاجونو ته ده.

عمران خان د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې له ګرفتارېدو راهیسې بندي دی. له دې پرته د تحریک انصاف یوشمېر نور مخکښه مشران هم په بېلابېلو قضیو کې بندیان دي چې د خوشې کولو لپاره یې پلویانو وخت په وخت احتجاجونه کړي دي. تحریک انصاف د نوموړي او د ګوند د نورو مشرانو او غړو پرضد ټولې قضیې سیاسي سازش بولي او ورباندې لګېدلي تورونه ردوي.