د بشري حقونو کمېشن په بلوچستان کې پوځ ته د ځانګړي واک ورکول غندلي دي

په کوټه کې پوځي سرتېری د سړک په غاړه ولاړ دی ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د وفاقي حکومت له خوا پوځ ته د ځانګړو اختیاراتو ورکول غندلي دي.

د کمېشن د خیبر پښتونخوا څانګې مشر اکبر خان د سيپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د هغې پرېکړې له مخې، پوځ کولای شي چې له عدالتي کاروایۍ پرته يو مشکوک تن تر درو میاشتو پورې له ځان سره وساتي چې دا کار د انساني حقونو سرغړونه ده.

هغه وویل چې درې میاشتې ډېره اوږده موده ده چې یو انسان پکې له خپلو بنسټیزو حقونو محروم وي.

د خان په خبره، دا کار "خطرناکې" پایلې لرلی شي، په ځانګړي ډول که یو څوک له "قوي شواهدو" پرته ونیول شي او په هغه موده کې یې جرم ثابت نه شي.

د بشري حقونو د کمېشن صوبايي مشر وویل چې تر اوږدې مودې د یو کس په حراست کې له ساتلو سره دا هم کېدای شي چې ریاست د هغه شخص نیول تایید نه کړي او هغه جبري لادرکه کړي.

اکبر خان زیاته کړه، "ریاست د خلکو د حقونو ساتونکی دی، او د حقونو د خوندي کولو پر ځای، له خلکو څخه دا حقونه اخیستل د غندلو وړ عمل دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان وفاقي حکومت په وروستیو کې د ترهګرۍ ضد د ۱۹۹۷ز کال په قانون کې ترمیم وکړ او پوځ او امنیتي ادارو ته یې د ځانګړو واکونو ورکولو پرېکړه کړې ده.

وفاقي کابینې هغه بدلونونه منظور کړي او هدف یې د ترهګرۍ او وسلوالو بریدونو پر ضد د امنیتي عملیاتو اغېزناکي زیاتول دي.

د سېپټېمپر پر شپږمه د پاکستان په سېنېټ کې هم د ځينو ګوندونو غړو حکومتي پرېکړه وغندله خو د کورنيو چارو وزارت یو چارواکي د حکومت د دې ګام دفاع کړې ده.

هغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې په دې اړه به قانون جوړوي او د سياسي ګوندونو اندېښنې به ختموي.

سېنېټرانو د سېپټېمبر پر شپږمه په غونډه کې پر دې اقدام اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د ملکي قوانینو او بشري حقونو سرغړونه بللې.
سېنېټرانو پارلېمان ته وویل چې هغه اقدام ښايي په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو نور هم خراب کړي.

دا هم وګورئ:

د سېنېټ غړو په بلوچستان کې پوځ ته د ځانګړي واک ورکول غندلي ديایمل ولي: پاکستان کې غيراعلانیه مارشل لا ده، پوځ دې له خپل کار سره کار وساتيد پاکستان د بشري‌ حقونو کمېشن د جبري لادرکیو پرضد لاریون کړی د جبري بې درکيو نړيواله ورځ: "له ۹ کلونو راهيسې ورک زوی ته مې هره ورځ په دروازه کې انتظار کوم"

په پاکستان کې د ملکي قوانینو له مخې، یوازې پولیس او نورې ملکي قانون پلي کوونکې ادارې د مجرمانو د نیولو، ساتلو او پلټنو حق لري.

د قانون له مخې، پوځ دا واک یوازې هغه وخت لري چې کله بیړنی حالت اعلان شوی وي او یا ځانګړو امنیتي عملیاتو ته اړتیا وي.

وفاقي کابینې قانوني ترمیم په داسې حال کې منظور کړی دی چې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو فعالیتونه زیات شوي او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو برخو کې تشدد او وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

د اګست پر ۲۵مه د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په حملو کې د ۱۴ امنیتي سرتېرو په ګډون ۵۱ تنه ووژل شول. تر دې وروسته پوځ په ځوابي عملیاتو کې د ۲۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

له دې وړاندې هم حکومت په پاکستان کې پوځ ته وخت په وخت ځانګړي واکونه ورکړي دي. تر ۲۰۰۴ز کال وروسته حکومت په قبایلو کې د پوځي عملیاتو پر مهال پوځ ته ځانګړي واکونه ورکړي ول. وروسته بیا عملیات او د پوځ اضافي واکونه د خیبر پښتونخوا تر سوات او د ملاکنډ ډېوېژن نورو برخو ته غځول شوي ول.

په ۲۰۱۴ز کال کې حکومت د "تحفظ پاکستان قانون (پي پي اې)" له مخې، امنیتي ځواکونو ته د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره ځانګړي واکونه ورکړل. هغه قانون د دوه کلونو لپاره پارلېمان منظور کړی وو چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې موده پاې ته ورسېده.

پوځ ته د ځانګړو اختیاراتو تر ورکولو وروسته په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو په اړه رپورټونه زیات شول او ورسره د خلکو د جبري لادرکۍ پېښې زیاتې شوې. دا راز د نړیوالو بشري حقونو سازمانونو هم نیوکې کړي چې دا واکونه د بشري حقونو سرغړونه ده او د خلکو ازادۍ محدودوي.