د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له خوا د جبري ورک شويو کسانو نړيوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د شوي لاریون پر مهال غوښتنه شوې چې په زور لادرکه کول دې جرم وګڼل شي.
د اګست ۳۰مې په لاریون کې د بې درکه بلوڅانو، سنديانو او نورو خلکو د کورنيو غړو او بشري حقونو فعالانو برخه اخيستې وه. لاريون د کلفټن له تين تلوار څخه تر پريس کلبه پورې وشو، چې پکې ګډونوالو د خپلو ورک شويو خپلوانو د خوشې کولو غوښتنې وکړې.
د اګست ۳۰مه په جبري توګه د بې درکه شويو کسانو نړيواله ورځ ده، چې په ۲۰۱۱ز کال کې د ملګرو ملتونو لخوا تصويب شوې ده. دا ورځ د جبري ورک شويو کسانو د قضیو د حل او د دې عمل د مخنیوي لپاره نړیوال ملاتړ او هڅې پیاوړې کوي. په دې ورځ د بشري حقونو سازمانونه او فعالان د قربانيانو د موندلو او ملاتړ لپاره پروګرامونه او لاريونونه کوي.
په لاریون کې د پاکستان لپاره د بشري حقونو کمېشن د سند صوبې مشر خضر حيات مشال راډيو ته وويل چې د دې ورځې هدف په ټوله نړۍ کې د جبري ورک شويو کسانو د موندلو او د بشري حقونو د ساتنې لپاره اقدامات کول دي، خو په پاکستان کې لا هم د جبري ورک شويو کسانو ستونزه دوام لري. نوموړي زياته کړه چې حکومت دې د جبري ورک شويو کسانو د مخنیوي لپاره قانون سازي وکړي او دا کار دې جرم وګرځوي.
هغه وويل: "د پاکستان حکومت دې د خلکو په زوره تښتول يو لوي جرم وګرځوي او د ملګرو ملتونو د کنونشن لارښونې دې عملي کړي. هغه کسان چې د خلکو په تښتولو کې ککړ دي، بايد قانون ته وسپارل شي. موږ دا هم غواړو چې د جبري ورک شويو کسانو قضیې واورېدل شي او د دوی خپلوانو ته د احتجاج حق ورکړل شي."
په دې لاريون کې د بې درکه بلوڅانو خپلوانو هم ګډون وکړ. د لادرکه ډاکټر دين محمد بلوڅ لور او د بلوڅ يووالي کمېټۍ غړې سيمي دين بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې رياست ورسره ناسم چلند پيل کړی دی. د هغې په وينا "په بلوچستان کې خلک په زور لادرکه کېږي، بيا يې ماورای عدالت وژنې کېږي، او مړي يې موندل کېږي."
بلوڅې وویل "موږ په دې احتجاجي لاریون کې غوښتنه کوو چې که زموږ خلک د هېواد د ايين او قانون له مخې مجرم ګڼل کېږي، نو هغوی دې عدالتونو ته وړاندې شي او سزا دې ورته ورکړل شي، خو په دې ډول په ناقانونه توګه خلک نشي لادرکه کولی."
بل خوا د پاکستان پوځ تل دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې پوځ د خلکو په لادرکه کولو کې هيڅ لاس نه لري. د پوځ وياند میجر جنرال احمد شريف د مې پر اوومه په راولپينډۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي و چې د لادرکه خلکو شمېر په زرګونو کې نه دی، بلکې دا د هېواد پر ضد پروپيګنډا ده. نوموړي زياته کړه چې ځيني کسان له وسلوالو ډلو سره ملګري شوي دي، خو کورنۍ یې فکر کوي چې هغوی لادرکه دي.
په لاريون کې د بشري حقونو فعال اکرم الله سومرو مشال راډيو ته وويل چې د خلکو په زور لادرکه کولو مخنيوی دې وشي او د دې کار په وړاندې دې قانوني اقدامات وشي.
هغه زياته کړه: "په پاکستان کې چې کوم ايين او قانون شته، هغه باید عملي شي. که يو وګړی وتښتول شي او په هغه کې د رياست خلک ککړ وي، نو دا د ۲۱مې پېړۍ تر ټولو لوی جرم دی."
احتجاج کوونکو وويل چې د نړيوالې ورځې موخه په ټوله نړۍ کې د خلکو د جبري ورکېدو د مخنیوي او د بشري حقونو د ساتنې لپاره هڅې کول دي، خو په پاکستان کې لا هم د خلکو د جبري ورکېدو لړۍ نه ده ودرېدلې. د هغوی په وينا، د دوی خپلوان له کلونو راهيسې ورک دي او تر اوسه یې هېڅ درک نه دی معلوم.
په پاکستان کې د بې درکه کسانو د موندلو لپاره په ۲۰۱۱ کال کې جوړ شوي سرکاري کمېشن ويلي چې تر اوسه ورته د ۱۰ زرو نه زياتو کسانو کېسونه راپور شوي دي، چې څه باندې اته زره یې حل شوي، او پر نورو کار روان دی.