سیند پولیسو د ډاکټر شاهنواز وژنې مقدمه د ۳ پولیس افسرانو او یو دیني عالم پرضد لیکلې ده

د سیند پولیسو سرتیري په کراچۍ ښار کې د دندې په مهال ـ پخوانی انځور.

د سیند پولیسو د صوبې په میرپورخاص کې مذهب ته د سپکاوي په تور د وژل شوي ډاکټر شاهنواز د قتل مقدمه د د درې پولیس افسرانو، یو دیني عالم او ۴۵ نورو کسانو ضد لیکلې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه هغه مقدمه په سندهړي پولیس تاڼه کې درج شوې چې پکې د وژنې د دفعاتو تر څنګ د ترهګرۍ مادې هم شاملې دي.

په مقدمه کې د میرپورخاص د پولیسو پخوانی ډي آی جي جاوید جسکاني، پخوانی اېس اېس پي اسد علي چودري او د عمرکوټ پخوانی اېس اېس پي اصف رضا بلوچ نومول شوي دي. دا راز په رپورټ کې د عمرکوټ یو ځایي دیني عالم ایوب جان سرندي نوم هم شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د مذهب سپکاوي په مقدمه کې تورن ډاکتر شاهنواز د سېپټېمبر پر ۱۸مه د سیند په میرپور خاص کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی وو. پر نوموړي تور وو چې په فېسبوک یې د مذهب د سپکاوي مواد خپاره کړي دي.

دا هم وګورئ:

سیند حکومت د مذهب سپکاوي په تور د یو ډاکټر وژل کېدو په اړه پلټنې کوي د سيند پوليسو د مذهب په سپکاوي تورن ډاکتر وژلی دی په کوټه کې د مذهب په سپکاوي تورن کس، د پولیس سرتېري لخوا وژل شوی

دا راز د عمرکوټ پولیسو د سېپټېمبر په ۱۷مه د ځایي جومات امام صابر علي سومرو په مدعیت کې د هغه ډاکتر پر ضد د مذهب سپکاوي مقدمه درج کړې وه.

تر دې وروسته د سیند حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د پولیس افسرانو څلور کسیزه کمېټي جوړه کړه او په اووه ورځو کې یې ورته د پلټنو بشپړولو امر کړی وو.

د سیند صوبې د کورنیو چارو وزیر ضیا الحسن لنجار د سېپټېمبر پر ۲۰مه د صوبایي اسمبلۍ غونډې ته وویل چې د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به د کمېټې سپارښتنې عملي کوي.

هغه وویل چې تر پېښې وروسته یې د میرپور خاص د پولیسو مشر جاوېد جسکاني، لوړپوړي پولیس افسر اسد علي چودري او د یو تاڼېدار په ګډون د یوشمېر پولیسو دندې ځنډولې دي.

مدني فعالانو هم پر ټولنیزو شبکو د پولیسو له خوا د ډاکتر شاهنواز پر وژنه نیوکې کړې وې او ویلي یې ول چې دا کار ماورای عدالت وژنه او د بشري حقونو سرغړونه ده. فعالانو دا راز ویلي دي چې هغه نښته چې پولیس یې یادوي، "جعلي" وه.

د بشري حقونو سازمانونو د هغې پېښې ضد احتجاجونه کړي ول.

په پاکستان کې په بېلابېلو وختونو کې د مذهب د سپکاوي په تورونو کې ډېر کسان وژل شوي دي. د سېپټېمبر پر ۱۲مه، د بلوچستان په مرکز کوټه کې يو پولیس سرتېري د مذهب په سپکاوي تورن ۵۲ کلن عبدالعلي په تاڼه کې وواژه.

تر دې مخکې، د جون په ۲۰مه د خیبر پښتونخوا د سوات په مدین کې پارېدلو کسانو له سیالکوټ څخه ورغلی یو سیلانی د مذهبي مقدساتو سپکاوي په تور وژلی وو.