شهباز شریف ای ایم ایف ته باور ورکړی چې ورسره کړی تړون به عملي کوي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جولای پر ۱۴مه د پیسو نړیوال صندوق له مشرې کرسټالینا جورجیوا سره په ټیلیفون خبرې کړې دي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پیسو نړیوال صندوق ته باور ورکړی چې دوی به ورسره کړی تړون عملي کوي.

د پاکستان سرکاري راډیو خبر ورکړی چې شهباز شریف د جولای پر ۱۴مه د پیسو نړیوال صندوق له مشرې کرسټالینا جورجیوا سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې هېواد یې هغه تړون ته اهمیت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د اوسني حکومت موده په راتلونکې اګست میاشت کې پای ته رسېږي. شهباز شریف ویلي راتلونکی میاشت حکومتي چارې لنډمهالي ادارې ته سپاري.

دا له هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۲مه د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د درې اربه (مېلیارده) امريکايي ډالرو د پور ورکول منظور کړي دي.

ادارې په بیان کې ويلي چې اجراييه بورډ له پاکستان سره د درې اربه ډالر نهه مياشتینی تړون کړی دی.

بیان زیاتوي چې تر فیصلې وروسته به هغه نړیواله اداره په سمدستي توګه پاکستان ته ۱.۲ اربه ډالر ورکړي او پاتې پیسې به د تړون له مودې سره سم ورکول کېږي چې دوه ځله به د درو، درو میاشتو له بیا کتنې سره مشروطې وي.

دا هم وګورئ:

امریکا د پاکستان او ای اېم اېف ترمینځ د پور د نوې موافقې هرکلی کړی دیای اېم اېف پاکستان ته د ۳ اربه ډالرو پور ورکول منظور کړي ديشهباز شریف: له ای اېم اېف سره تړون کېدل د فخر نه بلکې د فکر لمحه ده

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر همغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ی اېم اېف) سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېفه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د تېر کال نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په وار وار د ای اېم اېف له مشرانو سره ملاقاتونه وکړل او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

د پاکستان حکومت د اقتصادي بحران هواري لپاره له اېم اېف پرته له چين، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو څخه هم پورونه ترلاسه کړي دي.

د جولای پر ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو هم پاکستان ته یو اربه ډالرو پور ورکړ.

له ای اېم اېفه د پور ترلاسه کولو په لړ کې مهم پرمختګ هغه مهال وشو چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د جون په مياشت کې په فرانسه کې د هغې ادارې له مشرې کرېستالینا ګیورګيېوا سره ملاقاتونه او وروسته په ټېلېفون خبرې وکړې.

تر دې وروسته شريف تمه ښوولې وه چې د پیسو له نړیوال صندوق سره به يې اوسنی تړون اخري وي او بيا به ورڅخه پور وانخلي.

نوموړي د جون پر ۳۰مه په لاهور کې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې له ای اېم اېف سره تړون کېدل د ویاړ نه بلکې د فکر خبره ده. "موږ له مجبورۍ پور اخلو . دا مو دعا او هیله ده چې دا دې وروستی پور وي چې موږ یې له ای اېم اېفه اخلو."

شهباز شریف هیله ښکاره کړه چې هېواد یې په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو د درېدو په حال کې دی او په راتلونکې کې به د پورونو غوښتو ته اړ نه شي.