عمران خان له حکومت سره د مذاکراتو لپاره ۷ کسیزه کمېټي جوړه کړې ده

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال له اپرېل راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو غوښتنه کوي او د دې لپاره یې مظاهرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان له حکومت سره د مذاکراتو لپاره اووه کسیز‌ه کمېټي جوړه کړې ده خو حکومت ورسره له خبرو انکار کړی دی.

تحريک انصاف د مې پر ۲۷مه په يوه بیان کې وويل چې شاه محمود قریشي، پروېز خټک، اسد قیصر، حماد اظهر، حليم عادل شیخ، مراد سعيد او عون عباسي به د انتخاباتو په اړه له حکومت سره خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تحریک انصاف مرستيال مشر شاه محمود قریشي او ځينې نور مخکښه سیاستوالان د مې پر نهمه او ۱۰مه د مظاهرو پر مهال تاوتریخوالي ته د خلکو پارونې په تور په زندان کې دي او ځینې نور پټ دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتي چارو وزیرې مريم اورنګزیب ویلي دي چې د مې پر نهمه په مظاهرو کې پر پوځي او سرکاري ودانیو کې له برید کوونکو او ورته له اور اچوونکو سره مذاکرات نه شي کېدای.

هغې د مې پر ۲۷مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې عمران خان له مشکله د وتلو لپاره لاره غواړي خو حکومت یې نه ورکوي.

عمران خان د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې له واکه له ګوښه کېدو راهیسې تر وخت مخکې د انتخاباتو کولو لپاره مظاهرې کړې دي.

د پاکستان وفاقي حکومت دريځ لري چې په اوس وخت کې د خرابو اقتصادي حالاتو او ناامنیو له کبله انتخابات نه شي کېدای. د چارواکو په وينا، له همدې امله بايد د قامي او څلورواړه صوبو اسمبلیو انتخابات د روان کال په اکتوبر کې وشي.

عمران خان د مې پر ۲۶مه هم له فرانس ۲۴ نومي ټېلېوېژن سره په مرکه کې وویل چې په سمدستي‌ توګه له حکومت سره خبرې اترې پیلوي چې د ستونزو حللاره ولټوي خو زیاته یې کړه چې د مذاکراتو درخواست دا معنا نه لري چې ګواکې دی کمزوری دی.

خو د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر سعد رفیق پر هم هغه ورځ وویل چې خان د مذاکراتو موقع له لاسه ورکړې ده.

دا هم وګورئ:

عمران خان وايي خبرو ته تیار دی خو حکومت وايي د خبرو وخت تېر دیرانا ثنا الله وايي حکومت یوازې ۳۳ کسان پوځي عدالتونو ته سپارلي ديحکومت پر عمران خان او بشرا بي بي سفري بندیزونه لګولي دي

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

پوځ د مې د نهمې او ۱۰مې تر پېښو شاوخوا یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ چې د پوځي او رسمي رازونو د افشا کولو له جنايي قوانینو سره سم د بلوه ګرو پرضد مقدمې چلوي.

د هغه هېواد وفاقي اېتلافي حکومت هم ویلي دي چې په حملو او د اور اچونې په پېښو کې د یوشمېر ککړو کسانو پرضد له پوځي قوانینو سره سم اقدامات کوي او دا چې له زرګونو نیول شویو څخه یې ۳۳ تنه پوځ ته سپارلي دي.

د تحریک انصاف مشر عمران خان ټینګار کوي چې پلویان یې د حکومتي، پوځي او شخصي ودانیو په زیانمنولو کې ککړ نه دي او دعوه کوي چې د استخباراتي ادارو کارکوونکو دا کار کړی دی.

نوموړي د مې د نهمې او ۱۰مې د پېښو د خپلواکه پلټنو غوښتنه کړې ده او تحریک انصاف د خپلو د ګرفتارو سیاستوالانو او پلویانو پرضد په پوځي عدالتونو کې د مقدمو چلولو د حکومتي پرېکړې پرضد په سپریم کورټ کې درخواست دایر کړی دی.

خو پوځ او حکومت وايي‌، ثبوتونه ښيي چې د تحريک انصاف ځينې مشران د حملو په پلانولو کې ښکېل ول.

دا هم وګورئ:

شنونکي: پر تحریک انصاف بندیز مسلې نه شي هوارولاید ترهګرۍ ضد عدالت د عمران خان ضمانت د جون تر اتمې وغځاوهقامي اسمبلۍ د مې نهمې تشدد پېښو کې ښکېلو کسانو ته تر پوځي قوانينو لاندې سزا ورکولو قراردار منظور کړد پاکستان د پوځ مشر وايي د مې نهمې په پېښو کې د ککړو کسانو ضد قانوني کاروایي پیل شوې ده

اخوا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي دي چې د احتجاجونو پر مهال ودانیو ته له زیان اړوونکو سره رعایت نه کوي.

نوموړي د مې پر ۲۷مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې د مې پر نهمه د پاکستاني پوځ او د ملي ارزښتونو سپکاوی د بښلو نه دی.

په عین وخت کې له تحریک انصافه د سیاستوالانو د وتلو عمل روان دی. د مې پر ۲۷مه د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل د سیاست پرېښودو اعلان وکړ. نوموړی د تحریک انصاف له بنسټګرانو یو وو.

تر دې مخکې د ګوند یوشمېر مخکښه سیاستوالانو لکه فواد چودري، عامر کیاني، شیرین مزارۍ، ملیکه بخارۍ، فیاض الحسن چوهان او علي زیدي هم له بنده تر خلاصېدو وروسته له تحریک انصافه د بېلېدو اعلان وکړ او د ګوند بل مخکښه مشر اسد عمر د عمومي سېکرټر او د مرکزي کمېټۍ غړیتوب پرېښی دی.

خو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دعوه کوي چې د فشار له کبله یې د ګوند غړي مجبورېږي چې ورسره لارې بېلې کړي.

نوموړي د مې پر ۲۷مه د ګوند پر رسمي ټوېټر پاڼه په ویډیويي بیان کې ویلي دي چې څوک یې په زور ګوند نه شي ختمولای.