د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د نهو پاکستانيو وګړو وژنه "وحشتناک" او "د کرکې وړ" عمل بللی دی.
د جنورۍ پر ۲۷ مه د پاکستان پولې ته نېږدې د ایران د سیستان - بلوچستان ولایت په سراوان کې د وسلوالو په برید کې نهه پاکستانیان ووژل او درې ژوبل شول.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې د پېښې غندنه کړې ده. "موږ له ایرانیو چارواکو سره په تماس (رابطه) کې یو او د پېښې د سمدستي څېړلو او په دې ناوړه جرم کې د ښکېلو کسانو د حساب ورکولو پر اړتیا ټینګار کوو."
بیان زیاتوي چې حکومت د مړو جسدونه ژرترژره هېواد ته لېږدوي.
په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې وژل شوي د پاکستان د کومو سیمو اوسېدونکي ول خو د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼ لیکي چې پینځه تنه د پنجاب د مظفرګړ او نور د ملتان او بهاولپور اوسېدونکي ول.
تر اوسه څرګنده نه ده چې هغو کسانو په ایران کې څه کول خو پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې هغوی ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي ول.
د هغې پېښې پېښه ذمه واري چا نه ده منلې او بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جنورۍ پر ۲۸مه په یو بیان کې ورڅخه لاتعلقي اعلان کړې ده.
د ایران مهر خبري اژانس د جنورۍ پر ۲۷مه وویل چې وسلوالو په سیستان - بلوچستان ولایت کې په یو کور کې پر "بهرنیانو" ډزې وکړې او نهه کسان یې ووژل.
اژانس لیکي، تر اوسه هېڅ کومې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده.
هغه پېښه پر داسې مهال شوې چې د ایران او پاکستان سفیران تازه اسلام اباد او تهران ته ستانه شوي او د دواړو هېوادونو ترمینځ سفارتي اړیکې، تر لنډې ترینګلتیا وروسته، بیا پر ځای شوې دي.
دا هم وګورئ:
پاکستان وايي په ایران کې یې نهه وګړي وژل شويد پاکستان او ایران ترمنځ سفارتي اړیکې بحال شوې کاکړ: دا د پاکستان او ایران په ګټه ده چې اړیکې یې د پخوا په څېر بحال شيد پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د جنورۍ پر ۲۶مه پر اېکس په یو بیان کې وویل چې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو د جمعې پر ورځ تهران ته او د ایران سفیر رضا امیري مقدم اسلام اباد ته ورسېدل.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.
د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.
پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.
اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.
خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.
تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.
وروسته د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.
پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د "متقابل باور او همکارۍ په روحیه" پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.