د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او ایران ترمنځ سفارتي اړیکې بحال شوې


په اسلام اباد کې پولیس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.
په اسلام اباد کې پولیس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ مخې ته پهره کوي - پخوانی انځور.

اسلام اباد وایي، د پاکستان او ایران سفیران د دواړو هېوادونو تر مینځ د مفاهمت لاندې په اسلام اباد او تهران کې سفارتخانو ته رسېدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جنورۍ پر ۲۶مه پر اېکس په یو بیان کې وویل چې د ایران لپاره د پاکستان سفیر محمد مدثر ټېپو د جمعې پر ورځ تهران ته او د پاکستان لپاره د ایران سفیر رضا امیري مغدام اسلام اباد ته ته ورسېدل.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او تهران ترمینځ تعلقات د جنورۍ پر ۱۶مه شپې مهال د بلوچستان له پنجګور سره نېږدې په زرغون غره سیمه کې "د وسلوالو پر مرکزونو" د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید له وجې ترینګلي شول.

د پاکستان حکومت هغه برید په کلکه وغنده، دا کار یې د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د منشور سرغړونه وبلله او و یې ویل چې د ځواب ورکولو حق لري.

پاکستان د جنورۍ پر ۱۷مه له ایرانه خپل سفیر هېواد ته وروغوښت او د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په پاکستان کې د ایران سفیر چې هغه مهال د خپل هېواد په سفر وو، دې اسلام اباد ته نه ستنېږي.

اخوا ایران وویل چې د برید هدف پاکستان نه بلکې جیش العدل ډله وه. هغې ډلې ته منسوب یو ټېلېګرام چینل د جنورۍ پر ۱۷مه په بیان کې وویل چې په برید کې هغه کورونه په نښه شوي دي چې پکې د هغې ډلې د غړو ښځې او بچي اوسېدل.

خو اسلام اباد وویل چې په حمله کې دوه ماشومان ووژل شول او درې نجونه ژوبلې شوې.

تر دې وروسته، اسلام اباد د جنورۍ پر ۱۸مه سهار وختي د ایران په سیستان - بلوچستان ولایت کې د "ترهګرو پر پټنځایونو" د بریدونو خبر ورکړ چې پکې د ایرانیو چارواکو په وينا د څلورو ماشومانو او درو ښځو په ګډون نهه کسان ووژل شول.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي خبريالانو ته وویل چې په وژل شویو کې "هېڅ یو ایرانی نه شته."

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅې وویل چې په ايران کې وژل شوي کسان پاکستانيان دي.

وروسته د پاکستان وزیراعظم انوار الحق کاکړ د جنورۍ پر ۱۹مه د وفاقي کابینې په غونډه کې وویل چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې اړیکې یې د پاکستان "د فضايي حریم تر سرغړونې" مخکېني حالت ته ستنې شي.

پر هم هغه ورځ اسلام اباد وویل چې لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني د جنورۍ پر ۱۹مه له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره په خبرو کې وویل چې هېواد یې تیار دی چې له تهران سره د متقابل باور او همکارۍ په روحیه پر ټولو موضوعاتو کار وکړي.

XS
SM
MD
LG