د اسلام اباد یو عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوشمېر فعالانو ضمانت منظور کړی دی

د پي ټي اېم یوشمېر مخکښ فعالان د اګست پر ۱۸مه د اسلام اباد تر جلسې وروسته نیول شوي ول.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د یوشمېر مخکښه فعالانو ضمانتونه منلي دي.

د عدالت قاضي د سېپټېمبر پر ۱۴مه د اورېدنې پر مهال په دوو قضیو کې فدا الله وزیر، فدا محمد، شاه فیصل غازي، جمال مالیار، واسع الله او ډاکتر مشتاق ته ضمانتونه ورکړل.

د غورځنګ هغه ټول فعالان د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې تر جلسې وروسته نیول شوي ول. په هغه جلسه کې د پي ټي اېم مشر منظور پښتین ویلی وو چې پاکستان هغوی ته د احتجاج حق لا نه ورکوي.

نوموړي د پاکستان پر پوځ، جاسوسي‌ ادارو او سیاسي مشرتابه سختې نیوکې وکړې.

تر جلسې وروسته د پي ټي اېم د فعالانو پرضد د اسلام اباد په درو تاڼو کې د بغاوت، ترهګرۍ، لارو تړلو او په حکومتي چارو کې د لاسوهنې په تورونو مقدمې دایرې شوې دي چې هغوی یې ردوي.

د غورځنګ د فعالانو د وکیلانو د ډلې یو غړي اېمل مندوخېل د سېپټېمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې عدالت هغو کسانو ته د ترنول او د ترهګرۍ ضد تاڼو په قضیو کې ضمانتونه ورکړي دي خو د باره کهو تاڼې په قضیه کې یې لا ضمانت نه دی شوی نو ځکه لا هم بندیان دي.

دا هم وګورئ:

علي وزیر تر ضمانت وروسته بیا نیول شوی عدالت د پي ټي اېم نیول شوي فعالان د ترهګرۍ ضد ادارې ته سپارليپي ټي اېم په کراچۍ او کوټه کې د خپلو ملګرو د خلاصولو لپاره احتجاجونه کړي

د اګست پر ۱۸مه د پي ټي اېم د مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ د پخواني غړي علي وزیر په ګډون د یوشمېر نورو فعالانو پرضد هم په هغو تاڼو کې مقدمې دایرې شوې وې.

د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د سېپټېمبر پر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير، کامران، بادشاه پښتين، ولسيار او نورزاده ضمانتونه منظور کړي ول او د هغوی د خوشې کولو امر یې کړی وو.

تر دې مخکې د ترنول او ترهګرۍ ضد ادارې په مقدمو کې هم د وزیر ضمانتونه شوي ول خو د باره کهو په مقدمه کې د راولپېنډۍ په اډیاله زندان کې بندي وو.

تر عدالتي امر وروسته چې وزیر خوشې شو، نو پر هم هغه ورځ د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې) کارکوونکو د برېښنايي جرمونو د مجازاتو له قانون سره سم ونیوه او ورباندې یې په مقدمه کې پر ټولنیزو شبکو د کرکې خپرولو او د ریاستي ادارو پرضد د خلکو پارولو تورونه پورې شوي دي چې هغه یې ردوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي.