د اسلام اباد پولیس وايي د بشري حقونو وکیله ایمان مزارۍ او د هغې مېړه یې نیولي دي

ایمان زینب مزارۍ د ۲۰۲۳ز کال په اګست کې هم ګرفتاره شوې وه، دا د هم هغه وخت انځور دی.

د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې د بشري حقونو چارو وکیله او فعاله ایمان زینب مزارۍ او د هغې مېړه هادي علي یې نیولي دي.

پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې تور پورې کړی دی چې هغوی یې پاکستان ته د "کرکټ یوې نړیوالې لوبډلې د سفر پر مهال د سرکار په کار کې د لاسوهنې په کولو د امنیتي ګواښ پیدا کولو" پر سر نیولي دي.

د اسلام اباد پولیسو دا نه ده روښانه کړې چې هغوی څنګه په سرکاري چارو کې مداخله کوله او کومه نړیواله لوبډله د پاکستان په سفر ده. البته په وروستیو کې د انګلستان (انګلینډ) د کرکټ لوبډله پاکستان ته تللې وه چې هلته یې درې ټېسټ یا پینځه ورځنۍ سیالۍ وکړې.

ایمان مزارۍ لا د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

مزارۍ د بشري حقونو چارو نومیالۍ وکیله ده چې اکثر پر حکومتي تګلارو او امنیتي ادارو نیوکې کوي او د بشري او مدني حقونو د فعالانو او د حکومت او امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) منتقدو خبریالانو مقدمې پر مخ وړي.

نوموړې د خپل فعالیت پر سر مخکې هم نیول شوې ده. هغه په وروستي ځل د ۲۰۲۳ز کال په اوړي کې د قامي اسمبلۍ له پخواني غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له مخکښ مشر علي وزیر سره یو ځای د بغاوت په مقدمه کې ګرفتاره شوې وه چې بیا د اسلام اباد عدالت په ضمانت خوشې کړه.

دا هم وګورئ:

د اسلام اباد عدالت علي وزیر او ایمان مزارۍ ته ضمانت ورکړی دید راولپينډۍ پولیسو علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا ونیوپښتون ژغورنې غورځنګ له علي وزیر سره په زندان کې د ناوړه چلند تور پورې کويعدالت د ايمان مزارۍ ضمانت ومانه، علي وزير يې د ۱۴ ورځو په عدالتي ريمانډ پوليسو ته سپارلی

وزیر او مزارۍ د ۲۰۲۳ز کال د اګست پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته په وینا کې پر امنيتي ادارو نيوکې کړې وې.

پولیسو وروسته وویل چې پر دواړو د پي ټي اېم په جلسه کې د وینا په سر د بغاوت مقدمې دایرې شوې دي چې پکې د ترهګرۍ ضد مجازاتو قانون مادې هم شاملې دي.

له دې پرته د اسلام اباد پولیسو پر دواړو د هغې احتجاجي جلسې پر مهال د لارو بندولو، د ګاډو ښیښو ماتولو او دولتي ودانیو ته د زیان رسولو او په سرکاري چارو کې د مداخلت په تور هم یوه مقدمه دایره کړې وه.

ایمان مزارۍ تر دې مخکې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې دولت یا ریاست یې د غږ خاموشه کولو لپاره ورباندې مقدمې دایروي.

دا راز، علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست له درېیمې راهیسې په زندان کې دی. د وزیر پرضد د ترهګرۍ په ګډون یوشمېر مقدمې دایرې شوې دي. نوموړی او د هغه وکیل د حکومتي وکیل دعوې ناسمې بولي او د وسلې او نشه يي توکو لرلو تورونه هم ردوي.

پر دې سربېره چې عدالت په څو قضیو کې وزیر ته ضمانت ورکړی دی، هغه د عامه نظم زیانمنولو په تور په زندان کې دي.

نوموړی او پي ټي اېم وايي چې د پاکستان د ایین او قانون له مخې د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه ورکوي.