د لاسرسي ځای

تازه خبر

د راولپينډۍ پولیسو علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا ونیو


علي وزیر په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کېږي - انځور له ارشیفه
علي وزیر په اسلام اباد کې عدالت ته وړاندې کېږي - انځور له ارشیفه

د راولپينډۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او د پارلېمان پخوانی غړی علي وزیر له اډیالې زندانه تر خوشې کېدو سمدستي وروسته بیا نیولی.

د غورځنګ مشر منظور پشتين د سیپتمبر پر ۳۰مه، د شپې ناوخته پر اېکس ليکلي چې علي وزیر په څو مقدمو کې تر ضمانت وروسته يو ځل بیا د جېل له دروازې نیول شوی دی. هغه د پنجاب پر وزیراعلی مریم نواز د تعصب تور پورې کړی او ويلي یې دي چې علي وزیر په درېيم ځل د هغې پر حکم نیول شوی دی.

تر اوسه د راولپينډۍ پولیسو او مريم نواز په دې اړه څه نه دي ويلي. د پشتين په خبره پر علي وزیر د عامه نظم د ګډوډۍ د مخنيوي قانون ۳ اېم پي او عملي شوی دی.

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو او د ټولنیزو رسنيوو نورو کاروونکو هغه ويډيوګانې خپرې کړې چې پکې د پولیسو لخوا د علي وزیر نيول کېدل ښکاري. په دې ويډيوګانې کې پولیس علي وزیر په زور ګاډي ته خېژوي او په تېزۍ سره روانېږي.

د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د اګست پر درېیمه تر نیمې شپې وروسته نیولی وو. تر هغې وروسته د ترهګرۍ ضد عدالت، نوموړی د پینځه ورځنیو پلټنو لپاره پولیسو ته وسپاره او هغه موده چې پوره شوه نو بیا یې د تحقیقاتو لپاره زندان ته واستاوه.

پر وزیر د ترهګرۍ په قضیه کې تور پورې شوی چې له پولیسو یې په زور د ټوپک اخیستو هڅه کړې وه او د بل پولیس سرتېري کمیس یې شلولی وو. خو علي وزیر او وکیل یې د حکومتي وکیل دعوې ناسمې بولي او د وسلې او نشه يي توکو لرلو تورونه هم ردوي.

اسلام اباد های کورټ د سیپتمبر پر څلورمه، د ترهګرۍ په یوه قضیه کې د علي وزیر ضمانت منظور کړی وو. پر دې سربېره، په تېره یوه میاشت کې عدالت د وسلې او نشه يي توکو لرلو په دوو مقدمو کې هم وزیر ته ضمانت ورکړی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې حکومت علي وزیر د دې لپاره نیولی دی چې د اکتوبر پر ۱۱مه کېدونکې هغه پراخه غونډه ناکامه کړي چې پي ټي اېم ورته "د پښتنو عدالت" نوم ورکړی دی. د غورځنګ مشر منظور پشتين، د دې غونډې لپاره بېلابېلو پښتنو سیاستوالو، قومي مشرانو او ديني عالمانو ته بلنه ورکړې ده.

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو ځلې نیول شوی او بیا خوشې شوی دی. هغه په وروستي ځل د ډېره اسماعیل خان د درابڼ پوليسو د ۲۰۲۳ کال د نومبر پر ۱۴مه نیولی وو او څو ورځې وروسته یې د نومبر پر ۲۱مه یې په ضمانت له زندانه خوشی کړ. تر هغې مخکې علي وزیر د ۲۰۲۰ کال په دیسمبر کې د کراچۍ پولیسو په غوښتنه د نفرت خورولو پر تور په پېښور کې ونیول شو او بیا یې د سیند پولیسو ته وسپارلو. هغه مهال نوموړی تر ۲۶میاشتني زندان وروسته د ۲۰۲۳ کال د فرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو.

د ۲۰۱۹ کال د مې پر ۲۶مه وزیر په شمالي وزیرستان کې د خړکمر پېښې وروسته ونیول شو او شاوخوا پېنځه میاشتې یې په زندانونو کې تېرې کړې. هغه د ۲۰۱۹ کال د سیپتمبر پر ۲۰مه د هریپور له زندانه په ضمانت خوشې شو.

XS
SM
MD
LG