د خلیل الرحمان حقاني جنازه په پکتیا کې خاورو ته سپارل شوې

خلیل الرحمان حقاني په کابل کې د مهاجرینو د ورځې په مناسبت غونډې ته وینا کوي - پخوانی انځور.

د طالبانو د کډوالو او ورستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني جنازه د ډېسېمبر پر ۱۲مه د پکتیا په ګردي څېړۍ ولسوالۍ کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې شوې ده او جسد یې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د نوموړي جنازې ته د د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرج الدین حقاني، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د کابینې او حکومت یوشمېر لوړپوړي غړي ورغلي ول.

د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت منلی دی.

د فرانسې او جرمني خبري اژانسونه د داعش د تبلیغاتي چینلونو په حواله ویلي دي چې برید یې یو ځانمرګي وسلوال کړی دی.

حقاني د ډېسېمبر پر ۱۱مه په کابل کې د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې په چاودنه کې ووژل شو.

د طالبانو د حکومت ویاند څه ساعت وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې د حقاني د وژنې پړه پر داعش واچوله. هغه لیکلي ول چې نوموړی "د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید" کې ووژل شو. طالبان د "خوارجو" اصطلاح د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د وسلوالو لپاره کاروي.

مجاهد او د طالبانو نورو حکومتي سرچینو د حملې د څرنګوالي په اړه څه نه ول ویلي خواسوشيېټېډ پرېس اژانس ویلي ول چې هغه ځانمرګی برید وو.

د حقاني وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې په هغه برید کې شپږ نور کسان هم وژل شوي دي. نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او د طالبانو حکومت هم د وژل شویو نورو کسانو د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت اکثر په حملو کې د مرګژوبلې له کره ارقامو ورکولو ډډه کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل حقاني په چاودنه کې وژل شوی

خلیل حقاني د حقاني شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تره او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو بلل کېده. نوموړی د حقاني شبکې د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور وو.

حقاني څه باندې درې کاله مخکې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د هغوی د کابینې لومړی غړی دی چې په چاودنه کې ووژل شو.

د امریکا د مالیې وزارت د ۲۰۱۱ز کال په فبرورۍ کې خلیل الرحمان حقاني د "نړیوال ترهګر" په توګه نومولی وو او پر سر یې د پینځو مېلیونه امریکايي ډالرو انعام هم ټاکلی وو.

د خزانې وزارت پر ووبپاڼه لیکل شوي دي چې د حقاني د زوکړې کره نېټه معلومه نه ده خو ښايي په ۱۹۶۶ز کال کې په پکتیا کې زېږېدلی وو.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډون په بېلا بېلو ولایتونو کې خونړۍ حملې شوې دي. د نومبر پر ۲۱مه د شمالي ولایت بغلان په یو زیارت کې په وسلوال برید کې ۱۰ تنه وژل شوي ول. د هغې حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.

تر دې مخکې په اکتوبر کې په کابل کې د تذکرو ریاست مخې ته په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ژوبل شوي ول. د هغې حمله ذمه واري چا نه وه منلې خو داعش اکثر په کابل کې د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو او ودانیو او داراز، په هزاره مېشتې دشت برچي کې د ډېریو حملو مسوولیت منلی دی.

په کابل کې تازه برید پر داسې مهال شوی چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د هغې ډلې د ختمولو دعوه وکړه چې په سېپټېمبر کې یې په غور ولایت کې په حمله کې ۱۴ شیعه ګان وژلي ول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې "ځانګړو ځواکونو" یې د غور ولایت په مرکز پورې په تړلې سیمه مارکو کې د داعش د خراسان څانګې پر پټنځي عملیات وکړل چې پکې د ډلې "مشر او يو بل مهم کس ووژل" شول.