جماعت اسلامي په باجوړ کې د خپل سیاستوال د وژنې پرضد احتجاجونه کړي دي

د جماعت اسلامي یوشمېر غړو او پلویانو د نومبر پر ۱۷مه په پېښور کې مظاهره وکړه.

جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د خپل یو مخکښ سیاستوال د وژنې پرضد د صوبې په بېلابېلو ضلعو کې احتجاجونه کړي دي.

د احتجاجونو اعلان په خیبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي مرستیال امیر عنایت الله د نومبر پر ۱۴مه په بیان کې کړی وو. وسلوالو پر هم هغه ورځ ماښام مهال د باجوړ په عنایت کلا کې د جماعت اسلامي سیاستوال او د سوداګرانو ټولنې پخوانی مشر محمد حمید صوفي وواژه.

پر نوموړي د حملې ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده.

د پېښور په نښتر اباد (نشتر اباد) څلورلاره کې مظاهرې ته په وینا کې د جماعت اسلامي د پېښور څانګې مشر بحر الله د صوفي د وژنې غندنه وکړه او و یې ویل چې که حکومت په یوه اوونۍ کې د نوموړي په وژنه کې ککړ کسان و نه نیول نو احتجاجونه پراخوي.

د جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا څانګې لنډمهالي مشر عبدالواسع احتجاج ته په وینا کې پر حکومت او امنیتي ادارو نیوکې وکړې چې د امنیت ټینګښت یې مسوولیت دی او دا کار باید وکړي.

تر دې مخکې د جماعت اسلامي مرستیال امیر عنایت الله د نومبر پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې د صوفي د وژنې پرضد د نومبر پر ۱۶مه هم د خیبر پښتونخوا په ځینو برخو کې مظاهرې شوې دي.

ده وویل چې د نومبر پر ۱۷مه په باجوړ کې احتجاج وشو او د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور، کوز او بر دیر، چترال او سوات په ګډون په نورو ضلعو کې مظاهرې شوې دي. "موږ دا احتجاج ځکه کوو چې زموږ د ګوند یو مشر او تاجر رهنما حمید صوفي په [هدفي برید] کې شهید شو."

د جماعت اسلامي غړي او پلویان په باجوړ کې د خپل وژل شوي مشر محمد حمید صوفي مړی انتقالوي - د نومبر ۱۴مې انځور.

عنایت الله وویل د باجوړ مظاهرې ته د بېلابېلو ګوندونو سیاستوالانو په ګډون ګڼ خلک ورغلي ول.

نوموړي وویل چې د باجوړ انتظامیې او پوځي او امنیتي ادارو "ته پته وه" چې صوفي ته "ګواښونه" کېدل.

ده زیاته کړه چې جماعت اسلامي ریاست ذمه وار بولي او له ریاسته د امنیت او د خلکو د خوندیتوب پوښتنه او غوښتنه کوي.

د پاکستان حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کوي چې امنیت او د ټولو وګړو خوندیتوب ته ژمن دي او په دې لړ کې یې د وسلوالو پرضد د استخباراتي معلوماتو پر اساس هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

په باجوړ کې تر دې مخکې هم پر سیاستوالانو، کاروباریانو، دیني عالمانو، مشرانو او امنیتي سرتېرو حملې شوې دي او په ضلع کې امنیتي وضع خرابه ده.

د نومبر پر ۱۳مه د باجوړ په ماموندو کې د لاسي بم په چاودنه کې یو ځايي وګړی وژل شوی دی.

د سیمې د پولیسو یو ویاند میر علي مشال راډیو ته وویل چې ماشومانو په پټیو کې لاسي بم موندلی وو او بیا یې له ځان سره کور ته وروړی وو، چې په چاودېدو یې يو ۵۰ کلن کس وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په شمالي او جنوبي وزیرستانونو، کورمې، سوات او دیر کې د ځمکلاندو او لاسي بمونو په چاودنو کې د ماشومانو په ګډون یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.