کیرن ډېکر وايي د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې چمتو کوي

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېیره (ناظم الاموره) کیرن ډېکرد یوې غونډې پر مهال ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د امریکايي سفارت شارژدافېیره (ناظم الاموره) وايي چې د ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشیر ولایتونو له سېلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې چمتو کوي.

کیرن ډېکر د جولای پر ۱۷مه پر اېکس پاڼه د سېلابونو له امله له زیانمنو شویو کورنیو سره د "خواخوږۍ او تسليت" تر څنګ ليکلي، "موږ وضعیت څارو او له اړو خلکو سره د مرستې لپاره د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړینو توکو په ګډون بیړنۍ مرستې چمتو کوو."

دا تر هغې وروسته ده چې د جولای پر ۱۵مه په ننګرهار ولايت کې د تېزې سیلۍ او باران پر مهال په پېښو کې ۵۲ کسان ووژل او شاوخوا ۳۵۰ ژوبل شول.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ويلي چې په طوفان او باران کې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او پر سلګونه جریبه ځمکه ولاړ فصلونه له مينځه تللي دي.

د ننګرهار تر څنګ په کونړ، لغمان، کاپیسا او په پنجشېر کې هم د جولای پر ۱۵مه تر ورښتونو وروسته سېلابونه راغلي چې خلکو ته یې مرګژوبله رسولې او مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

د راپورونو له مخې، د ورښتونو او سېلابونو پر مهال په هغو ولایتونو کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې له سېلاب ځپلو سره نغدې او د خوراکي موادو مرستې کوي.

په عين حال کې اروپایي ټولنې هم ویلي چې د سېلاب ځپلو سیمو وضعیت له نېږدې څاري او له زيانګالو کورنيو سره به مرستې کوي.

دا هم وګورئ:

سېف دي چلډرن: د افغانستان ختیځ کې ورښتونو او سېلابونو ۱،۵۰۰ ماشومان بې کوره کړي ديملګري ملتونه: د افغانستان سېلاب ځپلي اوږدمهاله مرستې ته اړتیا لريملګري ملتونه وايي افغانستان له سختو سېلابونو وروسته له ناورین سره مخامخ دی

په تېرو دوو میاشتو کې د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې بېساري بارانونه شوي چې له وجې یې سېلابونو لویه مرګژوبله او مالي زیان اړولی وو. له هغو ولایتونو څخه بغلان تر ټولو زیات ځپل شوی وو چې سېلابونو پکې سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ورانه کړې او فصلونه یې خراب کړي ول.

ملګرو ملتونو ویلي په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو ځپلي‌ خلک چې له وړاندې له لوږې او بېوزلۍ سره مخ ول، لا اغېزمن کړي او له زیانمنو سره د مرستو لپاره لا زیاتې بودیجې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیو اېف پي" ویلي، د افغانستان، چې په ټوله نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو له کبله شپږم تر ټولو زیات زیانګالی هېواد دی، له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د کال تر پایه ۶۱۷ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.