د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پر څارویو او ځناورو د ظلم مخنیوي قانوني مسوده منظوره کړې

په پېښور کې یوه رکشه پر خرګاډي د ترمیم لپاره لېږدول کېږي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د څارویو او ځناورو د ځورونو او ورباندې د ظلم پرضد قانوني مسوده منظور کړې ده.

هغه مسوده د صوبې د مالدارۍ (لایوسټاک) چارو وزیر فضل حکیم خان د اکتوبر پر ۲۳مه اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې استازو په اکثریت منظوره کړه.

د پاکستان رسنۍ وايي چې دا په خیبر پښتونخوا کې پر څارویو او ځناورو د ظلم او جبر د مخنیوي "لومړۍ" قانوني مسوده ده. تر دې مخکې هلته پر ځناورو د ظلم د مخنیوي وفاقي قانون نافذ وو.

ټاکل شوې چې هغه مسوده د ګورنر له لاسلیک سره د قانون په شکل نافذه شي.

فضل حکیم خان تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په قانوني مسوده کې پر څارویو او ځناورو ظلم او جبر "جرم" بلل شوی چې پکې د قید یا بند سزا تر څنګ جرمانه هم شامله ده.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې یوشمېر کسانو د سپیو په جنګ کې بریالی سپی نیولی او خوشالي کوي. صوبايي اسمبلۍ په قانوني مسوده کې د ځناورو او مرغانو پر جنګولو د بندیز وړاندیز کړی دی - پخوانی انځور.

د قانوني مسودې له مخې د څارویو او ځناورو وهل، ورسره ناسم چلند، په ناوړه او غیرمناسبو حالاتو او چاپېریال کې د څارویو، ځناورو او مرغانو ساتل او په څارویو د زیات بار لېږد په سر تر ۱۰۰،۰۰۰ روپیو پورې جرمانه او تر شپږو میاشتو پورې د بند سزا وړاندیز شوی دی.

له دې پرته د "خیبر پښتونخوا د ځناورو د بهبود قانوني مسوده" وايي چې د ځناورو یا مرغانو جنګولو د غونډو او سیالیو ترتیبوونکي او جنګوونکي د درې میاشتو د بند له سزا سره مخامخېدای شي. د پاکستان جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې په مسوده کې په صوبه کې د ځناورو او مرغانو پر جنګولو د بندیز وړاندیز شوی دی.

د مالدارۍ چارو وزیر فضل حکیم خان دعوه وکړه چې دا په پاکستان کې د څارویو او ځناورو د حقونو اړوند لومړنۍ قانوني مسوده ده چې اسمبلۍ منظور کړه.

خو په پاکستان کې پر ځناورو د ظلم او ورسره د ناروا چلند پر وړاندې قوانین وار له مخه موجود دي.

په هغه هېواد کې پر ځناورو د ظلم د مخنیوي قانون شته چې په ۱۸۹۰ز کال کې د هند پر نیمه وچې د برېتانیا په واکمنۍ کې جوړ شوی وو او په ۱۹۴۷ز کال کې چې پاکستان جوړ شو نو چارواکو هغه قانون هلته هم نافذ کړ. له دې پرته په هغه هېواد کې د وحشي مرغانو او ځناورو د خوندیتوب قانون، چې هغه هم په ۱۹۱۲ز کال کې د برېتانیا په واکمنۍ کې جوړ شوی وو، موجود دی.

د قوانینو پر موجودګۍ سربېره په پاکستان کې اکثر پر څارویو او ځناورو د ظلم او جبر پېښې کېږي او مالکان وخت په وخت بار وړونکي څاروي وهي، ورباندې زیات کار کوي، په مناسب چاپېریال کې یې نه ساتي او کافي خواړه نه ورکوي.