د پوتین یو لوړپوړي سلاکار له اوکراین سره د هر ډول موقتي اوربند وړاندیز رد کړی دی

د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف په مسکو کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د ولسمشر پوتین سلاکار یوري اوشاکوف په مسکو کې د یوې غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو لوړپوړي سلاکار له اوکراین سره د هر ډول موقتي اوربند وړاندیز رد کړی دی.

دا تر هغې یوازې څو ساعته مخکې ده چې ټاکل شوې د امریکا یوه ډله له روسیې سره د اوکراين له خوا د يو مياشتني اوربند د وړانديز په اړه د خبرو لپاره مسکو ته ولاړه شي.

د کرېملېن سلاکار یوري اوشاکوف د مارچ پر ۱۳مه پر سرکاري ټېلېوېژن په خپره شوې مرکه کې وویل چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وړاندیز کړی اوربند، چې کییف ورسره موافقه کړې، یوازې اوکراین ته وخت ورکوي چې د روسیې له خوا پر خپلو ځواکونو له فشاره ځان وژغوري.

هغه زیاته کړه چې د مارچ پر ۱۲مه یې خپل دريځ د امریکا د ملي امنیت له مشاور مایک والټڅ سره د ټېلېفون له لارې شریک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر روسیې ټینګار وکړ چې له اوکراین سره پر ۳۰ ورځني اوربند سلا شي او خبرداری یې وکړ چې که دا وړانديز رد کړي نو واشنګټن به ورباندې لا زیات بندیزونه ولګوي.

ټرمپ د مارچ پر ۱۲مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "روسیه له اوربند پرته بله لاره نه لري. که اړتیا وه نو بندیزونه به ورباندې ولګوو، خو زه هیله لرم چې د دې ضرورت به پېښ نه شي."

ټرمپ دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته وکړې چې اوکرایني استازي په سعودي عرب کې د امریکايي ادارې له چارواکو سره په نهه ساعته خبرو کې پر لنډمهالي اوربند موافق شول.