په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامیې د مذاکراتو د بریا دعوه کړې ده او وايي چې سني او شیعه ډلې پر اوربند سلا شوې دي، د هغې ضلعې په بګن او علیزیو کې تازه نښتې شوې دي.
د سیمې روغتیايي چارواکو او ځايي مشرانو مشال راډیو ته ویلي دي چې د نومبر ۲۸مې په نښتو کې د دواړو خواوو ۱۰ تنه وژل شوي دي.
په کورمه کې په تېره یوه اونۍ کې په فرقه ییزو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.
دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې په وسلوال بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.
تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي ولس سلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.
د نومبر تر ۲۸مې پورې په سیمه کې په نښتو کې د دواړو خواوو شاوخوا ۶۵ تنه وژل شوي او ۱۶۰ ژوبل دي. له دې سره، د نومبر پر ۲۱مه له برید راهیسې د وژل شویو ټول شمېر تر ۱۱۰ لوړ شوی دی.
تازه تاوتریخوالی تر هغې وروسته شوی چې د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده.
دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
مسید البته ټینګار کوي چې په ضلع کې د تېرو ورځو پرتله د امنیت وضع ښه شوې ده.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کونډي د نومبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي دي چې د ډېسېمبر په لومړۍ اونۍ کې یې د کورمې د شخړې د هواري لپاره ګڼګوندیزه غونډه وربللې ده.
دا هم وګورئ:
د ژوب جرګې په کورمه کې پر فرقه ییز تاوتریخوالي او بلوچستان کې پر ناامنۍ زښته اندېښنه ښوولېد کورمې په يوشمېر برخو کې تاوتريخوالی دوام لري په کورمه کې شيعه او سني ډلو مړي او یرغمليان تبادله کړيپه تېرو ورځو کې ګڼو ګوندونو هم د خیبر پښتونخوا له حکومته غوښتي دي چې د کورمې د مسلې د هواري لپاره دې اقدامات وکړي.
د نومبر پر ۲۷مه د قامي وطن ګوند د خیبر پښتونخوا مشر سکندر خان شېرپاو په کورمه کې د دایمي سولې لپاره د حکومت په سرپرستۍ کې د ګوندونو په ملتیا د سیاسي جرګې جوړېدو غوښتنه وکړه.
هغه داراز، د کورمې په جګړه کې د خلکو د مرګژوبلې د څېړنو لپاره د عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه هم وکړه. دا هغه غوښتنه ده چې د کورمې مشرانو او بېلابېلو فعالانو هم کړې ده.
شېرپاو د نومبر پر ۲۷مه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په تېرو درو میاشتو کې د خراب وضعیت له کبله د لارو د بندېدو د کورمې څه باندې ۷۰۰،۰۰۰ اوسېدونکي په یو ډول زندان کې اوسېدو ته اړ کړي دي.
ده زیاته کړه چې د خیبر پښتونخوا او پاکستان د حکومتونو ګډ مسوولیت دی چې د کورمې د حالاتو سمولو لپاره اقدامات وکړي.
اخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوربه توب د ژوب جرګې هم په کورمه کې پر روان فرقه ییز تاوتریخوالي اندېښنه وښوده. د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه شوې جرګې په خپل پرېکړه لیک کې په کورمه کې د "فرقو په نوم" د وژنو "سخته غندنه" کړې او ویلي یې دي چې ریاست دې د ولس له غوښتنو او ګټو سره سمې پالیسۍ جوړې کړي.
تر دې مخکې د خيبر پښتونخوا حکومت ويلي چې یو پلاوي یې د نومبر پر ۲۴مه په کورمه کې له شيعه او سني مشرانو سره وليدل او دواړه خواوې پر اووه ورځني اوربند سلا شوې.
صوبايي حکومت وايي چې په سیمه کې امنیت ته ژمن دی او د دې لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.