د کورمې خبریالان وايي د خراب وضعیت له وجې له ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دي

په کورمه کې په وروستیو کې د امنیت لپاره مظاهرې، غونډې او جرګې شوې دي - د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پینځمې انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورمې خبریالان وايي، په سیمه کې د روان تشدد او ناکرارۍ له وجې د خپل کار په ترڅ کې له یو لړ ستونزو او ګواښونو مخامخ دي.

په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې تړل شوې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

وروسته د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د دواړو خواوو ترمینځ موافقه وشوه خو پر هغې سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

ځايي خبریالان وايي د سیمې وضعیت ته په کتو د خپل امنیت او کار په اړه له اندېښنو سره مخامخ دي.

په پاړه چینار کې خبریال علي افضال د جنورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په اوسني وضعیت کې په سیمه کې بې پرې او ازاده خبریالي کول ستونزمن شوي دي. "کله چې موږ له دې ځایه خبریالي کوو نو یو، یو لفظ ته فکر کوو ځکه چې له یوې وړې غلطۍ سره بیا حکومت او بېلابېل ډلې زموږ په اړه بل، بل رنګ سوچ کوي. په دې حالاتو کې خبریالي ډېره ګرانه شوې ده. ممتاز ملک مقامي خبریال وو او د خپل صحافت له کبله وژل شوی دی، خو د هغه د میډیا ادارې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې."

اخوا په کوزه کورمه کې خبریال نبي جان اورکزی وايي، د سنیانو د سیمو خبریالان شیعه مېشتو ځایونو ته نه شي تللای او د شیعه سیمو خبریالان د سنیانو سیمو ته نه شي تللای.

نوموړی وايي، ځايي خبریالان د حکومتي فشار او وسلوالو ډلو د ګواښونو تر څنګ کله نا کله د خپلو خلکو له دړکو سره هم مخامخېږي.

دی وايي، د سیمې خبریالان د شخړې او جګړه ځپلې سیمې د صحافت په اړه له اړینې روزنې هم بې برخې دي.

په کورمه کې د حکومت په مینځګړتوب د سولې موافقې پر کېدو سربېره وضعیت ترینګلی دی او لارې تړلې دي - پخوانی انځور.

د اورکزي په خبره، د پاړه چینار او بګن دواړو سیمو اوسېدونکي له ستونزو سره مخامخ دي، "خو له بده مرغه د نومبر له ۲۱مې راهیسې یو طرفه صحافت روان دی. سني خبریالان د سنیانو خبره کوي او شیعه خبریالانو د شیعه ګانو اواز اوچت کړی دی. داسې ډېر کم شوي دي چې یو خبریال دې د ټولو خواوو دریځ واخلي."

اورکزی زیاتوي چې دا مسله اوس لا پېچلې شوې ځکه چې په کورمه کې د وروستي تاوتریخوالي له وجې کرکه زیاته شوې ده.

د نومبر پر ۲۱مه په کورمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان په وسلوال برید کې د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مشر سېکرټر جانان حسین هم وژل شوی وو.

داراز، د ناامنۍ او تاوتریخوالي له وجې ځینو ځايي خبریالانو له ضلعې کډه هم کړې ده.

په پېښور کې د خیبر یونیین اف جرنلېسټس په نوم د خبریالانو د ټولنې مشر کاشف حسین سید وايي، له کورمې څخه له بې کوره شویو خبریالانو سره د مرستې هڅه کوي.

نوموړي زیاتوي چې د کورمې په جګړه کې تر ټولو لوی زیان د کره او بې طرفه معلوماتو لاسرسي ته رسېدلی دی. "کورمه له ډېرو بدو حالاتو سره مخامخ ده. په تازه تشدد کې په بګن کې د یو خبریال کور سوځول شوی دی او له مندوري څخه بل خبریال په ډېره ګرانه له خپلې کورنۍ سره پېښور ته تللی دی. موږ ورسره د مرستې هڅه کوو. بله دا چې د بګن پرېس کلب هم سوځول شوی دی. انټرنېټ له [محدودیتونو] سره مخامخ دی او موږ له خپلو خبریالانو سره یوازې په یو خاص وخت کې رابطه کولای شو."

د کورمي انتظامي چارواکو په تېرو وختونو کې ویلي دي چې انټرنېټ د امنیتي وجوهاتو او پر ټولنیزو شبکو د ناسمو معلوماتو او کرکې خپرولو د مخنیوي لپاره تړي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا حکومت هم ټینګار کړی دی چې د وروستۍ موافقې پر اساس په ضلع کې د وضعیت عادي کولو هڅو ته دوام ورکوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.