د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د حکومت په مینځګړتوب شوی اوربند په جزوي ډول عملي شوی دی.
په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر د کورمې د نښتو درولو لپاره جوړې شوې جرګې ته د خپل کردار ادا کولو سپارښتنه کړې ده.
د ښاخ دولتخېلو یو ولسي مشر لایق حسین د ډېسېمبر لومړۍ پر سهار مشال راډیو ته وویل چې ضلعي انتظامیې او امنیتي ادارو د ځايي مشرانو په مرسته د نومبر پر ۳۰مه په کوزه کورمه کې جګړه درولې ده.
دی البته وايي چې په بره کورمه کې ځینې مورچې لا هم حکومت ته نه دي سپارل شوې او پکې نښتې شوې دي. "د بالشخېلو او خړ کلي ترمینځ ډزبندي وشوه. د کوزې کورمې په علیزیو، بګن، ټالو کونج او جرمې کې هم [اوربند شوی] دی او [پکې] مورچې امنیتي ځواکونو ته سپارل شوې دې."
حسین وايي، په کونج علیزیو کې ځکه لا اوربند نه دی شوی چې سیمه لیرې ده او مورچې په غرونو کې دي.
د نومبر پر ۳۰مه شپې مهال هم په کونج علیزیو، غوزګړۍ، تري منګلو او پیواړ کې نښتې شوې دي چې پکې چارواکو د یو کس د وژنې او د بل د ټپي کېدل تایید کړي دي.
په کورمه کې نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول.
تر هغه وروسته، د نومبر پر ۲۲مه په سني مېشتې بګن سيمه کې وسلوالو د ځايي ولس سلګونه کورونه او دوکانونه وسوځول او ځينې کسان يې يرغمل کړل. پر هم هغه شپه په بګن سيمه کې د نښتو پر مهال ۲۵ کسان ووژل شول.
په سیمه کې د فرقه ییزو نښتو له پیل راهیسې ۷۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۲۰۰ ژوبل دي. په دې توګه د نومبر ۲۱مې په برید او نښتو کې د وژل شویو ټول شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی دی.
تر هغې وروسته د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې دواړو لوریو د نښتو پر درولو موافقه کړې ده.
دا هم وګورئ:
د خیبرپښتونخوا ګورنر د صوبې پرامنیت ټولګوندیزه غونډه رابللې دهکورمه کې پر اوربند سربېره د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ نښتې شوې ديد ژوب جرګې په کورمه کې پر فرقه ییز تاوتریخوالي او بلوچستان کې پر ناامنۍ زښته اندېښنه ښوولېد اعلاوزیر سپارښتنې او لارښوونې
په عین حال کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور د نومبر پر ۳۰مه کواټ ته تللی وو او هلته یې د حکومت ملاتړ لرونکې جرګې له مشرانو او استازو سره ولیدل.
نوموړي د جرګې مشرانو ته د کورمې د امنیت لپاره د خپل کردار ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ورسره یې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
ګنډه پور اړوندو چارواکو ته امر وکړ چې په کورمه کې دې ټولې مورچې ړنګې کړي او د امن خرابوونکو او د قانون سرغړوونکو پرضد دې سخت اقدامات وکړي.
نوموړي وویل چې د صوبايي حکومت په غوښتنه پوځ په سیمه کې ځای پر ځای شوی او پولیس او پوځ دې په ګډه د ناامنۍ پیدا کوونکو پر وړاندې کاروايي وکړي.
اعلاوزیر دارز ضلعي انتظامیې ته امر وکړ چې په سیمه کې دې له خلکو وسلې ټولې کړي او له وفاقي حکومته یې وغوښتل چې هلته دې د امنیت لپاره د اېف سي ځواک سرتېري ولېږدوي. وفاقي حکومت لا د نوموړي د غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې حکومت به یې د تاوتریخوالي له وجې بې کوره له شویو خلکو سره مالي مرسته کوي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.