کورمه کې په ګاډي په ډزو کې ۲ کسان وژل شوي ۱ ژوبل دی

په کورمه کې تر تریګلتیا وروسته د نومبر په دویمه بندې لارې د لنډ وخت لپاره پرانیستل شوی وې.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د سپرلیو په ګاډي په برید کې دوه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د کوزې کورمې د احمدي شمع تاڼې یو پولیس چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نن (د نومبر پر پینځمه) ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه په بګن کې د ډاډ قمر سره نېږدې له پېښوره د پاړه چینار پر لور تلونکو د سپرلیو پر دوو ګاډو وسلوالو برید کړی چې مرګژوبله یې اړولې ده.

چارواکي وویل چې د ډزو له امله یو ګاډي او د هغې سپرلیو ته تاوان اوښتی او په دویم ګاډی کې چا ته زیان نه دی اوښتی. هغه وویل، ګاډي په رسمي کاروان (کانوای) کې نه ول خو یو څو سرکاري ګاډي ورسره مل ول.

چارواکي وویل، لا تر اوسه نه ده څرګنده چې برید څنګه او چا ترسره کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه په یوه حمله کې د درو کسانو تر ژوبلېدو او بیا د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافله په برید کې د ۱۷ کسانو تر وژل کېدو وروسته په کورمه کې لارې وتړل شوې.

ترهغو حملو وروسته د اکتوبر پر ۱۷مه د شینګک د اوسېدونکو او مقبلو ترمینځ نښته وشوه چې پکې څلور تنه ووژل او اته ژوبل شول. د دې له کبله په سیمه کې وضعیت لا ترینګلی شو.

د نومبر پر دویمه حکومت ۲۲ ورځو د بند وروسته کې په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار پر لاره تر حکومتي څار لاندې پرانیسته او د کاروان په شکل کې ځینې ګاډي چې پکې مساپر، خوراکي توکي، دوایانې او نور لازمي توکي ول، محاصره شویو سیمو ته ورسول.

د لارو بندېدو پر ضد په پاړه چینار کې خلکو د اکتوبر له ۳۱مې راهیسې احتجاجي پرلت وهلی وو.

د سیمې خلکو د نومبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د قافلې له سفر سره یې د تګ راتګ او نورې مسلې په لنډمهالي ډول هوارې شوې خو غواړي چې حکومت دې په دایمي ډول د لارو پرانیستو لپاره اقدامات وکړي.

د سرکاري جرګې غړی ابن علي وايي چې د شخړو تر هواري پورې خبرو ته دوام ورکوي.

دا هم وګورئ:

د کورمې ولس له حکومته د لارو پرانیستو غوښتنه کويکورمه کې د ګاډو پر کاروان د برید ضد احتجاج شوی دیپه کورمه کې په بریدونو د وژل شویو شمېر ۱۷ ته لوړ شوی دیکورمه: په ۲۲ ورځو کې په لومړي ځل د ټل او پاړه چینار پر لویه لاره د ګاډو قافلې تللې دي

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په هغو نښتو کې نه یوازې ځاني او مالي زیانونه اوړي بلکې د سیمې سړکونه ورسره تر ډېره تړلي وي چې له وجې یې د کورمې یو شمېر سیمو ته د ژوند اړین توکي په وخت نه رسیږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.