عدالت د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور د پلټنو لپاره پولیسو ته سپارلی دی

علي امین ګنډه پور (له کیڼ لوري لومړی) په اسلام اباد کې د تحریک انصاف له بل مخکښ مشر شبلي فراز سره د یوه لاریون پر مهال - پخوانی انځور.

د اسلام اباد یو عدالت د پاکستان تحریک انصاف یو مخکښ سیاستوال او د کشمیر او ګلګت بلتستان چارو پخوانی وزیر د پلټنو په موخه د یوې ورځې لپاره پولیسو ته سپارلی دی.

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان یو عدالت د اپرېل پر اتمه علي امین ګنډه پور د اسلام اباد پولیسو ته سپارلی وو.

د ډېره اسماعیل خان پولیسو د اپرېل پر اوومه د ګنډه پور تر ګرفتارۍ وروسته ویلي ول چې پر نوموړي په اسلام اباد کې یوه مقدمه د هغه ویډیويي بیان پر سر دایره شوې ده چې پکې هغه په مارچ کې د خپل ګوند د مشر عمران خان د ګرفتارۍ په صورت کې د پلازمېنې اسلام اباد د نیولو ګواښ کړی وو.

عمران خان چې د مارچ پر ۱۸مه د توشه خانې په قضیه کې د اسلام اباد عدالت ته حاضرېده نو پر هغه ورځ په پلازمېنه او تر دې مخکې دوه ورځې په لاهور کې د خان له کور سره نېږدې د تحریک انصاف ګوند د غړو او پلویانو او پولیسو او امنیتي سرتېرو ترمینځ د اخ و ډب پېښې هم شوې وې چې پکې لسګونه سرتېري ژوبل شوي ول او د ځواکونو ګاډو ته زیان اوښتی وو.

دا هم وګورئ:

عدالت د تحریک انصاف سیاستوال علي امین ګنډه پور د پوښتنو لپاره زندان ته استولی دید لاهور یو عدالت د تحریک انصاف تر ۱۰۰ زیات پلویان پولیسو ته سپارلي ديد اسلام اباد پولیسو د پاکستان تحریک انصاف پر "مظاهرچیانو" مقدمې دایرې کړې دي

هغه مهال هم د اسلام اباد د رمنا تاڼېدار ملک راشد احمد د پولیسو په "ترهګرۍ ضد څانګه" کې د عمران خان او تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالانو علي امین ګنډه پور، اسد قیصر، شبلي فراز او مراد سعید پرضد مقدمې دایرې کړې وې.

د اسلام اباد په ګولړه تاڼه کې هم پر ګنډه پور د ترهګرۍ او له هېواد سره د غدارۍ تورونه پورې شوي دي.

له دې پرته په ډېره اسماعیل خان کې په درج شوې مقدمه کې پر ګنډه پور تور دی چې د جنايي قانون د ۱۴۴مې مادې سرغړونه یې کړې، سړکونه یې تړلي او د احتجاج پر مهال یې د ریاست پرضد نعرې وهلې دي.

په پاکستان کې ضلعي انتظامیې او حکومتونه د عامه نظم ساتلو یا د ناامنۍ پېښو مخنیوي لپاره وخت په وخت د جنايي قانون ۱۴۴مه دفعه نافذوي چې ورسره سم، پر ولسي غونډو، تر پینځو د زیاتو کسانو په ورغونډېدو، د موټرسایکل پر غبرګه سپرلۍ او د وسلې پر ګرځولو بندیز وي.

د اپرېل پر نهمه سرکاري وکیل د اسلام اباد له مجسټرېټه وغوښتل چې ګنډه پور دې د پوښتنو په موخه ورته د پینځو ورځو لپاره وسپاري، خو قاضي ورته یوازې د یوې ورځې تحویل ورکړ.

د تحریک انصاف مخکښ سیاستوال علي امین ګنډه پور د اپرېل پر اوومه د ډېره اسماعیل خان په عدالت کې پر ځان له لګېدلو تورونو انکار وکړ.

له دې علاوه، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اپرېل پر اتمه په بیان کې ویلي چې اوسني حکومت له ګنډه پوره د سیاسي غچ اخیستو لپاره ورباندې مقدمې دایرې کړې دي.