د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور یو عدالت د تحریک انصاف تر ۱۰۰ زیات پلویان پولیسو ته سپارلي دي


د پاکستان پولیسو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد او لاهور کې د تحریک انصاف ګڼ پلویان او غړي ونیول.
د پاکستان پولیسو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد او لاهور کې د تحریک انصاف ګڼ پلویان او غړي ونیول.

د پنجاب په مرکز لاهور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د پاکستان تحریک انصاف ۱۰۲ غړي او پلویان د یو ورځنۍ پلټنو په موخه پولیسو ته سپارلي دي.

عدالت د مارچ پر ۲۰مه پولیسو ته وویل چې هغه کسان دې تر پوښتنو او پلټنو وروسته د مارچ پر ۲۱مه ورحاضر کړي.

پولیسو د تحریک انصاف هغه پلویان د مارچ پر ۱۸مه د لاهور په زمان پارک کې د ګوند د مشر عمران خان د کور تالاشۍ پر مهال د ګډوډۍ او له سرتېرو سره د نښتو په تور نیولي دي.

پر هغو کسانو د سرکار په کار کې د مداخلت، ناقانونه وسلو لرلو، له پولیسو سره د نښتو او په ټولنه کې د ګډوډۍ خپرولو تر څنګ د ترهګرۍ تورونه هم پورې شوي دي.

اخوا تحریک انصاف ګوند د پولیسو اقدامات د شخصي ازادیو ضد بولي او وايي پرضد یې عدالت ته درخواست ورکوي.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو هم د پاکستان تحریک انصاف لسګونه پلویان او غړي نیولي دي او ورباندې یې مقدمې دایرې کړې دي.

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۹مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې دا مقدمې چې پکې د "ترهګرۍ" دفعې یا مادې هم شاملې دي تر هغې وروسته دایرې شوې دي چې د مارچ پر ۱۸مه د توشه خانې په قضیه کې عدالت ته د حاضرېدو پر وخت د خان د ګوند غړو او پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب او تاوتریخوالي پېښې وشوې.

پولیسو د مظاهرچیانو د پارولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۸مه د تحریک انصاف د پلویانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.
د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۸مه د تحریک انصاف د پلویانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه.

پولیسو په مقدمو کې د نومول شویو او داراز د مارچ پر ۱۸مه د ګرفتاره شویو کسانو نومونه نه دي ورکړي.

خو د پاکستان رسنۍ وايي، په مقدمو کې د تحریک انصاف د مشر او یوشمېر سیاستوالانو نومونه هم شامل دي چې ورباندې د پلازمېنې د کچهریو له ودانۍ بهر د "ګډوډۍ" جوړولو او پر "پولیسو د حملو" تورونه پورې شوي دي.

تر دې مخکې، د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر ۱۸مه پر رسمي ټوېټر په یوه بیان کې ویلي چې د تحریک انصاف ګوند "پارېدلو غړو" د وفاقي کچهریو له ودانۍ سره د امنیت لپاره پر ولاړو پولیسو او نورو سرتېرو "کاڼي وورول" چې پکې "۵۲ سرتېري ژوبل" شول.

پولیس وايي، په تاوتریخوالي کې د اسلام اباد پولیسو ۱۲ ګاډو ته زیان ورسېد چې پکې "څلور ګاډي بشپړ وسوځېدل" او د پنجاب پولیسو او اېف سي ځواک درې ګاډو ته زیان ورسېد.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه، جیو نیوز ټېلېوېژن او نورې رسنۍ وايي، د اسلام اباد د رمنا تاڼېدار ملک راشد احمد د پولیسو په "ترهګرۍ ضد څانګه" کې د عمران خان او تحریک انصاف پر وړاندې مقدمې درج کړې.

رسنۍ وايي، په مقدمو کې د تحریک انصاف سیاستوالانو علي امین ګنډه پور، اسد قیصر، شبلي فراز او مراد سعید نومونه شامل دي.

عمران خان د مارچ پر ۱۸مه د اسلام اباد ضلعي عدالت ته ورغی خو قاضي یې حاضري له ودانۍ بهر ومنله او د هغه د ګرفتارۍ امر یې منسوخ کړ. عدالت په رسمي ډول د خان د تورنولو لپاره د مارچ ۳۰مه نېټه ټاکلې ده.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د مارچ پر ۱۳مه هم د عمران خان پرضد د توشه خانې د قضيې اورېدنه کړې وه چې نوموړی ورته د اسلام اباد های کورټ پر حکم سربېره حاضر نه شو. تر دې مخکې هم عدالت نوموړی درې ځلې په همدې قضیه کې ورغوښتی وو خو دی اورېدنو ته ورنغی.

خان د مارچ پر ۱۸مه عدالت ته تر حاضرېدو مخکې په بیا بیا ویلي چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی نو ځکه نه غواړي چې زندان ته ولاړ شي او عدالت ته هم د ویډیو له لارې حاضرېدو ته تیار دی. دی داراز، د توشه خانې قضیه سیاسي بولي او وايي هېڅ ناسم کار یې نه دی کړی.

د توشه خانې قضیه

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د ۲۰۲۲ز کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر عمران خان د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړی وو. کمېشن د نوموړي پرضد د پوځداري قانون له مخې د کاروايۍ کولو مقدمه عدالت ته استولې وه.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي.

نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو او د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG