په میدان وردګو کې سېلابونو ۱۲ کسان وژلي، ۴۰ ورک دي

په میدان وردګ ولایت کې یو تن د جولای ۲۲مې په سېلابونو کې د ړنګ کور له مخې تېرېږي.

د افغانستان میدان وردګ ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې سېلابونو لږترلږه ۱۲ کسان وژلي دي.

د هغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې سېلابونه د جولای پر ۲۲مه شپې مهال په جلرېز، سید اباد، چک، نرخ او جغتو ولسوالیو کې د مرګژوبلې ترڅنګ درانه مالي زیانونه اړولي دي.

په بیان کې راغلي، په هغو سیمو کې۴۰ کسان بې درکه دي او د چک ولسوالۍ په کجیرخېلو کلي کې څلور تنه په سېلاب کې ټپي شوي دي.

د دې ترڅنګ، په جلرېز ولسوالۍ کې د بامیان د عمومي سړک یوشمېر برخې ویجاړې شوې دي او د ولایت ځېنې نورې لارې، استنادي دېوالونه اوکرنیزو ځمکو ته زیان اوښتی دی.

په بیان کې راغلي چې دوه ډلې یې د مرستو رسولو لپاره هغو ولسوالیو ته لېږدولې دي. د مرستې رسولو دوه ټیمونه یادو ولسوالیو ته رسېدلي دي.

د اعلامیې له مخې، د زیانونو ارقام لومړني دي او ښايي وروسته پکې بدلون راشي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې په افغانستان کې په بېلابېلو طبیعي پېښو کې ۱۵۱ کسان وژل شوي او ۲۲۵ ژوبل دي.

وزارت دا هم ویلي، چې په هغه موده کې ۲،۱۶۲ کورونه یا مکمل ویجاړ شوي او یا ورته جزوي تاوان رسېدلی دی.

دا هم وګورئ:

د افغانستان په غور ولایت کې سېلابونو ۶ کسان وژلي ديخیبر پښتونخو او بلوچستان کې د ورښتونو پر مهال ۸ تنه وژل شوي ديد موسمیاتو ادارې د پاکستان زیاتره برخو کې د تازه بارانونو اټکل کړی دی

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم تر اوږدمهالې وچکالۍ او په ځنګلونو کې د اور لګېدو تر پېښو وروسته سختو بارانونو او سېلابونو د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د مرګژوبلې تر څنګ لوی مالي تاوانونه واړول او د خلکو کرنیزې ځمکې او فصلونه یې خراب کړل.

ملګري ملتونه او څېړنیزې ادارې په افغانستان کې د هغو ناورینونو لوی لامل د اب و هوا بدلون بولي.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

ملګرو ملتونو په وروستي رپورټ کې ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې پر دریم ځای دی چې د اب و هوا بدلون پرې منفي اغېز کړی او ډېر تاوان یې ګاللی دی.