په اسلام اباد کې یوه ښځه او سړی وژل شوي دي

په پاکستان کې فعالان د 'ناموس' په نوم د وژنو ضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې د اسلام اباد په ترنول سیمه کې د خیبر پښتونخوا یوه ښځه او سړی وژل شوي دي.

د پولیسو یو مشر ارسلان شاه زېب د اګست پر اوومه د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل چې له لومړنیو پلټنو ښکاري چې هغه کسان د "ناموس" په نوم وژل شوي دي.

د ترنول تاڼې پولیسو په بیان کې ویلي دي چې ۲۲ کلنه مردانه او ۲۴ کلن شعېب د هنګو اوسېدونکي ول چې له یوې مودې راهیسې په ترنول کې اوسېدل.

بیان وايي چې هغوی د کورنیو له رضا پرته، د خوښې واده کړی وو او له کورونو تښتېدلي ول.

بیان زیاتوي چې د اګست پر اوومه "ناپېژندل شوي کسان" د هغوی کور ته ورغلي او په چاړه کې د دواړو سرونه پرې کړي دي.

د اسلام اباد د پولیسو ویاند تقي جواد اخوندزاده مشال راډیو ته وویل چې داسې ښکاري چې هغه کسان په مردانې او شعېب پسې ګرځېدل او له "لیرې ځایه" ورغلي ول.

دا هم وګورئ: پاکستان کې ولې ښځې وژل کېږي؟

د پولیسو لوړپوړي چارواکي ارسلان شاه زېب په ترنول کې خبریالانو ته وویل چې پولیسو د ککړو کسانو لټون پیل کړی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت دا ډول وژنې کېږي چې پرضد یې فعالانو په بیا بیا مظاهرې کړې دي. د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې یو سړي له رشتې څخه د انکار پر سر خپلې درې خویندې ووژلې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې په هغه هېواد کې هر کال تر ۱،۰۰۰ زیاتې ښځې د 'ناموس په نوم' وژل کېږي.

کمېشن په وروستیو کې په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۷ پېښې ثبت شوې چې پکې ۲۹۵ ښځې وژل شوې وې.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د 'ناموس' په نوم د وژنو مخنيوي او مجازاتو په قانون کې بدلون وکړ چې پکې راغلي چې په هغو ډول پېښو کې به ریاست (دولت) د تورن کس پر ضد د مقدمې فریق یا لوری کېږي او قضیه به پرمخ وړي.