زخاروفا: د مسکو غونډه کې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې پر پیاوړې کېدو بحث کېږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروفا د یوې خبري غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د افغانستان په اړه د "مسکو فارمېټ" په نوم په غونډه کې په هغه هېواد کې د ملي روغې جوړې د بهیر پر پیاوړي کېدو او له طالبانو سره د سیمه‌ ییز تعامل د زیاتېدو په اړه بحث کېږي.

ټاکل شوې چې هغه غونډه د اکتوبر پر څلورمه په مسکو کې وشي چې ورته د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي هم وربلل شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د اکتوبر پر دویمه یوې خبري غونډې ته وویل چې په غونډه کې پر سیاسي، اقتصادي او د ترهګري او نشه يي موادو پر ضد پر هڅو خبرې کېږي.

نوموړې ویلي دي چې په غونډه کې د پاکستان، هند، چین، ازبکستان، قازقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان استازي ګډون کوي.

زخاروفا زیاته کړه چې ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف د غونډې پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره هم وغږېږي.

دا هم وګورئ: مسکو فارمېټ غونډه کې له طالبانو د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه شوې

د طالبانو حکومت لا د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو د مسکو فارمېټ د غونډې یوشمېر ګډونوال هېوادونه ورسره اړیکي پالي.

د مسکو فارمېټ په نوم غونډې له ۲۰۱۷ز کال راهیسې کېږي چې پکې له افغانستان سره پر تړلیو موضوعاتو بحث کېږي.

تر دې مخکې په وروستي ځل هغه غونډه د ۲۰۲۳ز کال د سېپټېمبر په پای کې د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې شوې وه چې پکې ګډونوالو په افغانستان کې د یو ټولګډونه حکومت جوړېدو او له نړیوالې ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې غوښتنې کړې وې.

په هغه ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي تر څنګ د کوربه روسیې، پاکستان، چین، هند، ایران، تاجکستان، ازبکستان، قازقستان، ترکمنستان او قرغیزستان استازو ګډون کړی وو.

له دې پرته متحده عربي اماراتو، سعودي عرب، قطر او ترکیې هم د څارونکو په توګه د کازان غونډې ته خپل استازي استولي ول.

طالبانو په بیا بیا ویلي چې حکومت یې ټولشموله دی او زیاتوي چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي او هېچا ته د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي.