وسلوالو په ډېره اسماعیل خان کې پولیس وژلی او په ټانک کې یې مرستیال انجینر تښتولی دی

په ډېره اسماعیل خان کې پولیس سرتېري ګزمه کوي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، وسلوالو په ډېره اسماعیل خان کې یو پولیس وژلی او په ټانک کې یې د اوبه خور چارو مرستیال انجینر (سب انجینر) تښتولی دی.

د ډېره اسماعیل خان د کینټ تاڼېدار محمد سبطین خان مشال راډیو ته وویل چې پولیس سرتېری د جنورۍ پر ۱۵مه سهار شاوخوا نهه بجې پر موټرسایکل کور ته روان وو چې پر موټرسایکل سپرو وسلوالو وویشت.

پر سرتېري د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې خو سبطین خان زیاتوي چې پولیسو مقدمه دایره کړې ده او د وسلوالو لټون یې پیل کړی دی.

په همدې حال کې په ټانک کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۴مه هغه ښار په کوټ اعظم کې د ګومل زام بند د اوبه خور چارو مرستیال انجینر (سب انجینر) تښتولی دی.

دی وايي چې د پولیسو د سبحان د خوشې کولو هڅې پیل کړې دي.

د مرستیال انجینر د تښتولو مسوولیت هم لا چا نه دی منلی.

په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول، د صوبې په جنوبي ضلعو کې امنیتي وضعیت خراب دی او په تېرو دوو کلونو کې پکې په بریدونو کې ګڼو پولیسو، امنیتي سرتېرو، سرکاري کارکوونکو، سیاسي او مدني فعالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

له دې پرته هلته د تښتونو پېښې هم کېږي. په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالو په لکي مروتو کې د پاکستان د اټومي انرژۍ کمېشن د کارخونې ۱۶ کارکوونکي وتښتول چې ورڅخه یې اته خوشې شوي، خو نور لا هم د وسلوالو په ولکه کې دي.

چارواکي وايي چې د هغوی د ازادولو هڅه کوي خو ټي ټي پي وايي چې حکومت دې د کارکوونکو په بدل کې د هغې وسلوالې ډلې بندي غړي خوشې کړي.