پوځ ټانک کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

چارواکي وايي، په عملیاتو کې پوځي هېلېکاپټرو هم برخه اخیستې ده - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خیبر پښتونخوا په ټانک کې د عملیاتو پر مهال د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر درېیمه په بیان کې ویلي دي چې سرتېرو چې د پټو معلوماتو پر اساس د ټانک په غرییزه سیمه اعظم اباد کې عملیات کول نو له وسلوالو سره یې نښته وشوه.

بیان کاږي چې په نښته کې وژل شوی مشکوک وسلوال د "ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې ککړ ول."

په ټانک کې د پولیسو او استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اکتوبر درېیمې پر سهار په شویو عملیاتو کې د پوځ دوه کوبرا هېلېکاپټرو هم برخه اخیستې ده.

په همدې حال کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په استولي بیان کې په ټانک کې د عملیاتو پر مهال د خپلو شپږو ملګرو وژنه تایید کړې ده او زیاتوي چې په نښته کې یې پینځه پوځیان هم وژلي دي.

مشال راډیو په خپلواکه توګه د پوځ او د ټي ټي پي د دعوو تصدیق نه شي کولای.

خو د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په عملیاتو، نښتو او بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

دا هم وګورئ: څېړنیز رپورټ: روان کال په ناامنیو کې د پاکستانیو سرتېرو مرګژوبله په بېساري ډول لوړه شوې ده

رپورټ وايي د جنورۍ له پیل راهیسې د سېپټېمبر تر پای پورې په پاکستان کې په بریدونو او نښتو کې ۳۸۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي چې ورڅخه یې ۲۰۸ پولیس او ۱۳۷ پوځیان دي.

رپورټ کاږي چې په هم دې موده کې د ناامنیو پر مهال ۳۳۳ عام خلک او په عملیاتو او نښتو کې ۳۶۸ مشکوک وسلوال هم وژل شوي دي.

رپورټ زیاتوي، په پاکستان کې په تېرو نهو میاشتو کې ناامني ۵۷ فیصده زیاته شوې ده او زیاتره پېښې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

تر دې وروسته ټي ټي پي د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر خپله ووبپاڼه په یو رپورټ کې دعوه کړې ده چې د سېپټمبر په میاشت کې یې په پاکستان کې ۱۰۶ بریدونه کړي دي چې زیاتره یې په خیبر پښتونخوا کې شوي ول.

دا هم وګورئ:

د مستونګ او هنګو بریدونو ضد په کوټه او کراچۍ کې احتجاجونه شويپه هنګو کې په ځانمرګو بریدونو کې ۴ تنه وژل شوي، ۱۲ ژوبل ديخیبر پښتونخوا کې په بریدونو کې ۲ تنه وژل شوي، ۳ ژوبل ديد خیبر پښتونخوا سېکان وايي د ناامنۍ له وجې پنجاب ته کډه کېدو ته مجبور دي

دا په داسې حال کې ده چې د سږني اوړي له پیل راهیسې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیت وضع خرابه شوې ده.

د سېپټېمبر پر ۲۹مه د هنګو په دوابه کې د تاڼې په وره او بیا یې په جومات کې په دوو ځانمرګو بریدونو کې څلور تنه ووژل او ۱۲ ژوبل شول. هغه بریدونه د جمعې تر لمانځه مخکې د خطبې پر مهال شوي ول.

پر هم هغه ورځ د بلوچستان په مستونګ کې د عید میلاد النبي په مناسبت د غونډې پر مهال په برید کې ۵۹ تنه وژل شوي او ۶۶ ژوبل شوي ول. د هنګو او مستونګ د بریدونو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې، د سېپټېمبر پر ۲۸مه ماښام مهال په ژوب کې پر امنیتي پوسته د وسلوالو د توغندي په برید کې څلور سرتېري وژل شوي ول.

د سېپټېمبر پر ۲۷مه او ۲۸مه د خیبر پښتونخوا په بنو او شمالي وزیرستان کې په څلورو جلا، جلا بریدونو کې دوه تنه ووژل شول او درې ژوبل شول. د هغو حملو مسوولیت چا نه وو منلی.

ځايي ولس د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د امن لپاره پرلتونه، مظاهرې، او جرګې کړې دي. حکومت او پوځ په بیا بیا ټینګار کړی دی چې ریاستي امنیتي ادارې د وسلوالو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړې دې.

د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۲۱مه په شمالي وزیرستان کې د دوو او د بنو په ځونیخېلو (جانيخېلو) کې د شپږو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

پر هم هغه ورځ په میرلي کې وسلوالو له غره څخه څلور توغندي وورول چې دوه یې په یو خالي میدان او دوه پر یو کور ولګېدل چې پکې د یوې ښځې په ګډون درې تنه ژوبل شول. د هغه برید ذمه واري چا نه وه منلې.