د پاکستان پوځ په شمالي‌ وزیرستان کې د ۲ مشکوکو وسلوالو د وژنې ادعا کړې

پاکستاني عسکر په شمالي وزیرستان کې ګزمه کوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان امنيتي ځواکونو د شمالي وزيرستان په رزمک او میرلي کې د دوو مشکوکو وسلوالو د وژنې او د يو د نيولو ادعا کړې ده.

په میرامشا کې د پوځ یو افسر د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اپرېل پر اتمه يې په رزمک کې د پټو معلوماتو پر بنیاد د وسلوالو پرضد کاروايي کړې ده.

هغه ادعا وکړه چې په عملیاتو کې یې د ناقانونه تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه وسلوال وژلي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي او خپلواکو سرچينو هم لا د دې دعوې تصديق نه دی کړی.

خو د هغې پوځي سرچينې په خبره د اپرېل پر اتمه یې په میرلي کې د عملیاتو پرمهال یو بل مشکوک وسلوال له چوونکو موادو سره نیولی دی.

دا هم وګورئ: خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالات ولې خراب شوي دي؟

په وروستيو کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزيرستان، بنو او لکي مروت کې وسلوال بريدونه زیات شوي چې پکې د ځينو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د سیمې خلکو د زیاتېدونکې ناامنيو او پوځي عملياتو پر ضد مظاهرې هم کړې دي. دوی غوښتنه لري چې که د پاکستان ریاست ترهګري ختمول غواړي نو په وسلوالو کې بايد توپیر و نه شي.

د پخواني وزیراعظم عمران خان په واکمنۍ کې د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو د پوځ د هغه وخت د مشرتابه په سلا له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې اترې پیل شوې وې. هغه خبرې اترې د افغان طالبانو په منځګړتوب کېدې چې په یوشمېر پړاوونو کې یې سیاسي او قبایلي مشرانو هم برخه اخیستې وه.

د هغو خبرو اترو په نتیجه کې د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ اوربند هم شوی وو چې بیا هغې وسلوالې ډلې د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۷مه ختم کړ. تحریک طالبان پاکستان هغه وخت ویلي ول چې ډزبندي یې ځکه ماته کړې ده چې د دوی په وینا، پاکستانیو ځواکونو یې پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

خو د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د اپرېل پر اوومه د ملي امنیت کمېټۍ په غونډه کې د تحریک انصاف پر هغه تګلاره نیوکې وشوې.

د هغې غونډې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هم هغې تګلارې له کبله د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو له زندانونو خوشې شوي ول.

د پاکستان پوځ هم وايي، وسلوال بیامنظمېدو ته نه پرېږدي او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد مبارزې ته دوام ورکوي.

د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر د مارچ پر ۱۴مه جنوبي وزیرستان ته د سفر پر مهال وویل چې "په بشپړ ډول د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې جنګ" ته دوام ورکوي.

منیر زیاته کړه چې د "ترهګرۍ پرضد په جګړه کې" د بېلابېلو دولتي یا ریاستي ادارو ترمینځ "رابطې او همکاري" اړینه ده.