په کورمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړه کې ۲۵ تنه وژل شوي

په کورمه کې وخت پر وخت د شیعه او سنیانو ترمنځ جګړې رامنځ ته کېږي. (انځور: ارشیف)

د خیبر پښتونخوا د کورمې انتظامیه وايي، هلته د شیعه او سني ډلو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

د یادې ضلعې مرستیال کمشنر جاویدالله مسید د نومبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې جګړه لومړی په جلامئۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې ده.

نوموړي وویل چې په دې نښتو کې تر اوسه دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي چې په دې تازه فرقه ییزو نښتو کې د لږترلږه ۲۵ کسانو وژل کېدو پخلی ورته شوی دی خو دوی دا نه دي ویلي چې په دې کې شیعه او سنیان څو دي او یا هم ښځې او ماشومان پکې شامل دي‌ او که نه؟

چارواکي زیاتوي چې دا مرګ ژوبله له هغه وروسته اوښتې چې د سوونو خلکو یو لښکر لومړی پر ټالو کونج او بیا پر بګن ورغلی او هلته یې کورونو او دوکانونه سوځولي دي.

په پیرقیوم کې د سنیانو یو مشر حکمت خان حکمتیار پر ۲۲ نومبر مشال راډیو ته وویل چې "له عليزو د شیعه ګانو یو منظم لښکر پر دوی جګړه تپلې ده او دې کار سیمه له ناامنۍ سره مخامخ کړې ده."

خو په عليزو کې د شیعه ګانو یو مشر ملک دلدار حسین بیا مشال ریډیو ته وویل، " چې کله هم چرته څه وشي نو په بګن کې راباندې لار تړل کیږي."

نوموړي وویل چې دوی بل په دې هم خفه دي چې زیاتره وخت په هم دې سیمه کې تر بریدونو لاندې راځي. د ده په خبره، چې کله له پېښوره پاړه چنار ته پر روانو مسافرو برید وشو نو خلک یې له قابو وتلي وو.

مرستیال کمشنر جاویدالله مسید مشال راډیو ته وویل چې جګړه ناڅاپي پیل شوه او د سیمې حالت په دومره پراخه کچه خراب شو چې له ضلعي انتظامیې سره یې د مخنیوي لپاره وسایل نه وو.

ضلعي انتظامیه وايي، د سیمې د حالاتو په خرابولو کې تر ۲۰۰ کسان ښکېل دي او دوی په ګوته کړي او اوس مهال د جګړې درولو هڅې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان بېلابېلو ښارونو کې د کورمې برید پرضد مظاهرې شوې دي

دا له هغه وروسته ده چېد نومبر پر ۲۱مه وسلوالو په کوزه کورمه کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې پکې د چارواکو او ځايي مشرانو په وینا، د وژل شویو شمېر ۵۰ ته رسېدلی دی.

د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې وه.

دوی وايي، وسلوالو پر شاوخوا یو وخت د علیزیو او څپري پاټک ترمینځ په مندوریو او د بګن په ډډ کمر کې پر قافلې دوه ځایه برید وکړ.

هغوی زياته کړه چې په حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لومړی ۳۸ کسان ووژل شول چې ۱۲ نورو وروسته په روغتونونو کې سا ورکړه.

د سیمې ځايي مشران وايي چې په وژل شويو کې زياتره شیعه ګان دي خو څلور سنيان هم پکې شامل دي.

په کراچۍ کې شیعه ګانو د نومبر پر ۲۲مه د کورمې برید پرضد مظاهره وکړه.

یو ځايي مشر ملک دلدار حسین مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې وروسته د علیزیو او مندوري روغتونونو ته تر ۳۰ زيات ژوبل کسان ولېږدول شول. نوموړي زياته کړه چې په قافله کې شاوخوا ۲۰۰ ګاډي شامل ول.

حسین وویل چې په هغو ګاډو کې تر ۷۰۰ پورې مساپر سپاره ول نو ځکه د مرګژوبلې د شمېر زیاتېدو وېره ده.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې شاوخوا ۲۵ ګاډي تر حملې لاندې راغلي دي.

چارواکي وايي، پاتې ګاډي د پېښې له ځایه خوندي ټل ته تللي دي. پر مساپر لېږدوونکو ګاډو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورمه ولې له ناامنیو سره مخامخ ده؟

له کورمې د قامي اسمبلي پخواني منتخب غړي او ځايي مشر ساجد حسین توري د نومبر پر ۲۱مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د پېښې د پلټنو لپاره يو لوړپوړی کمېشن جوړ کړي.

نوموړي وویل، کمېشن دې دا هم معلومه کړي چې هغه پېښه د "غفلت" نتیجه وه او که نه د "یو منظم سازش" برخه وه.

توري زیاتوي چې په پلټنو کې دې د حکومت او امنیتی ادارو کردار هم وڅېړل شي او چې څوک هم په هغه جرم کې ککړ وي، "بايد عبرتناکه سزا" ورکړل شي.

په همدې حال کې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور په بیان کې ویلي دي چې د وضعیت جاج اخیستو لپاره کورمې ته یو لوړپوړی پلاوی لېږدوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د نومبر پر ۲۲مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د ۱۸م اییني ترمیم له مخې د صوبې د امنیتي چارو مسوولیت له صوبايي حکومت سره دی.

اخوا په اسلام اباد کې امریکايي سفارت د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید غندلی دی.

سفارت د نومبر پر ۲۲مه په بیان کې د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او زیاته کړې یې ده چې امریکا په "دې سخت وخت" کې د پاکستان او خیبر پښتونخوا له خلکو سره ولاړه ده.