چارواکي وايي چې په خیبر پښتونخوا کې یې په یو بل تن کې د بیزو تڼاکو یا دانو (منکيپاکس یا اېم پاکس) ناروغۍ وایرس موندلی دی.
د دې پېښې سره په صوبه کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر دوو ته رسېدلی دی. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا مشر ارشاد روغاني د اګست پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې په ناروغۍ اخته شوی تن د نوښار دی او په وروستیو کې له دوبۍ څخه پېښور ته ستون شوی وو.
محکمې زیاته کړه چې د ناروغ د دانو نمونې یې د تشخیص لپاره په اسلام اباد کې د روغتیا ملي مرکز (نیشنل انسټېټیوټ اف هېلت یا اېن ای اېچ) ته لېږدولې دي.
تر دې وړاندې د پېښور هوايي ډګر کې هم د اېم پاکس یوه پېښه ثبت شوې وه. په ناروغۍ اخته هغه تن هم له خلیجي هېواد څخه هلته ورغلی وو.
د پاکستان روغتیا وزارت ویلي دي چې د هوايي ډګرونو او داخلي سرحدونو د څارنې لپاره سخت تدابیر نیول شوي دي ترڅو د دې ناروغۍ نورې پېښې په وخت وپېژندل شي او مخنیوی یې وشي.
دا هم وګورئ:
د پاکستان حکومت وايي، تر اوسه په ملک کې د منکيپاکس یوازې یو ناروغ میندل شوی د روغتيا نړيوال سازمان منکيپاکس ناروغي ولې د اندېښنې وړ بللې؟ ډبلیو اېچ او د منکيپاکس ناروغۍ له وجې "غیرعادي" روغتیايي حالت اعلان کړدا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) د اګست پر ۱۴مه په کانګو جمهوریت او نورو افریقايي هېوادونو کې د اېم پاکس وایرس د پېښو زیاتېدو خبر ورکړ او دا یې پر نړیوال کچ د "عامې روغتیا" لپاره "د اندېښنې وړ او بیړنۍ" موضوع وبلله.
د سازمان چارواکو د اګست پر ۱۵مه په سویډن کې هم د وایرس نوې بڼه تایید کړه او و یې ویل چې ښايي سرچینه یې افریقا وي.
د ۲۰۲۳ز کال په جنورۍ کې د اوسنۍ وبا له پیل راهیسې په کانګو جمهوریت کې ټول ۲۷،۰۰۰ کسان په وایرس اخته شوي او تر ۱،۱۰۰ زیات کسان، چې لوی شمېر یې ماشومان دي، یې وژلي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان پر ووبپاڼه لیکل شوي چې د اېم پاکس په وایرس اخته ناروغانو پر وجود ټناکو ته ورته دانې پیدا کېږي، تبه لري، سر، د عضلاتو او ملا درد لري، ستوماني محسوسوي او د لېمفاټېک نظام، چې د ناروغیو پر وړاندې د مدافعت دنده ترسره کوي، غوټې یې پړسېږي.
سازمان وايي چې د اېم پاکس وایرس له یو کسه بل ته خپرېدای شي نو ځکه ناروغان باید ګوښه کړل شي.