د ننګرهار اوسېدونکي وايي پر ۵ کلونو تېرېدو سربېره د ناکامورا په وژنه کې ککړ کسان محاکمه نه شول

یو افغان د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر پینځمه په کابل کې د ناکامورا د انځور مخې ته ګلان ږدي.

په افغانستان کې د خیریه او عامې ګټې د چارو ترسره کوونکي تېڅو ناکامورا د وژنې پینځه کاله پوره شول. یوشمېر افغانان وايي چې د هغه په وژنه کې ککړ کسان لا هم محاکمه شوي نه دي.

ډاکتر تېڅو ناکامورا د ۲۰۱۹ز کال د ډېسېمبر پر څلورمه په ننګرهار کې د وسلوالو په ډزو کې ژوبل شو او بیا یې وروسته په روغتون کې سا ورکړه. هغه په ۱۹۴۶ز کال په جاپان کې زېږېدلی وو خو د افغانانو لپاره د کړي خدمت له امله ورته د تېر جمهوري حکومت ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان تابعيت ورکړی وو.

ناکامورا چې افغانانو به له مینې د "کاکا مراد" په نوم یاداوه، د افغانستان په ختیزو سیمو او په تېره ننګرهار کې شاوخوا ۲۰ کاله د اوبو مهارولو او زراعت په برخه کې خدمت وکړ. د هغه له ځينو پروژو په ننګرهار کې د پاکو اوبو ۱،۷۰۰ څاګانو یا کوهیانو کیندل او د مروارید کانال بشپړول شامل دي چې د ننګرهار په مشهوره دښته ګمبیري کې یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبه کړه.

د افغانستان د نورو سیمو خلک هم هغه جاپانی ډاکتر په ښه نوم یادوي خو د ننګرهار اوسېدونکي یې بیا په ځانګړي ډول په خورا درناوي یادوي او خپل محسن یې ګڼي.

د ننګرهار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د پینځو کلونو پر تېرېدو سربېره د ناکامورا له کورنۍ سره انصاف و نه شو او لا هم د نوموړي د وژنې د پلټنو په اړه معلومات نه لري.

د ننګرهار اوسېدونکي سید سالار خادم مشال راډيو ته وویل: "تر اوسه پورې د هغه قاتلان و نه نیول شول، په‌ کار ده چې قاتلین یې ونیول شي او سزا شي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د هغه ډول انسانانو قدر او ساتنه په‌ کار ده او دا د حکومت او خلکو ګډه وجیبه ده."

دا هم وګورئ:

په جلال اباد کې د ناکامورا پر نامه پارک جوړېږيننګرهار: "مروارید دوه" کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شود ناکامورا جسد جاپان ته ورسېد، پر هوايي ډګر ورته دعا وشوهد تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنهتېڅو ناکامورا د افغانستان دښتې سمسورولې

په تېر جمهوري نظام کې د جلال‌ اباد د ښاروالۍ پخوانی مرستیال انجینر راحت ګل زیارمل هم له دې امله نیوکه کوي چې پخواني او د طالبانو حکومتونو د ناکامورا وژونکي لا هم نه دي نیولي. "د ناکامورا بدیل نه پیدا کېږي، ده د افغان خاورې د یو ريښتیني بچي په شان د خاورې خدمت وکړ او د همدې خاورې دښمنانو هغه د جلال‌ اباد ښار په زړه کې وواژه. له بده مرغه د نوموړي قاتلان لا هم سرې سترګې ګرځي سزا ورنه کړل شوه."

هغه ادعا کوي چې د نوموړي د وژنې په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هېڅ ډول پلټنې نه دي کړي.

د پخواني جمهوري حکومت چارواکو ژمنه کړې وه چې د ناکامورا په وژنه کې ککړ کسان به د قانون منګولو ته وسپاري، خو په دې برخه کې ښکاره پرمختګ و نه شو.

شاه محمود میاخېل، چې هغه مهال د ننګرهار والي وو، وايي چې د ناکامورا د قتل په تور یو تن، چې د پاکستانیو طالبانو غړی وو، نیول شوی وو، خو دی دعوه کوي چې طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته خوشې کړ. "هغه مهال چې کوم کس معلوم وو، امین نواز مسید نومېده او بل ملګری یې عظیم وو، هغه مهال د امنیت ملي ادارې د دې کسانو د نیولو [لپاره[ څو ځایه عملیات وکړل، بالاخره امین نواز په کابل کې په یوه پېښه کې ووژل شو او عظیم ونیول شو، خو کله چې طالبان قدرت ته ورسېدل عظیم یې د نورو بندیانو په شان خوشې کړ او اوس هغه په پاکستان کې دی."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد او په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د ولایتي ادارې ویاند ملا عادل د ناکامورا د وژنې د پلټنو او پکې د ککړ کس د خوشې کولو په اړه د مشال راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د جاپان اېن اېچ کې رسنۍ د ۲۰۲۴ز کال د جون پر پینځمه خبر ورکړی وو چې په افغانستان کې د ناکامورا د وژنې په اړه تحقیقات درېدلي دي.

د اېن اېچ کې هغه راپور د ناکامورا د اوبو کانال د پروژې بشپړېدو په تړاو خپور شوی وو چې پکې راغلي ول چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې او وروسته د ناکامورا د وژنې په اړه پلټنې بندې دي.

۷۳ کلن ناکامورا د جاپان په لویدیځ کې زېږېدلی وو، طب یې ولوست او پر ۱۹۸۴ز کال یې په پېښور کې د جذام یا خوراړې ناروغۍ د درملنې په یوه کلېنېک کې کار پیل کړ. خوراړه په ځینو سیمو کې کوړ هم بلل کېږي او یوه جلدي ناروغي ده.

رویټرز اژانس په ۲۰۱۹ز کال کې د نوموړي تر مړینې وروسته په یو راپور کې ویلي ول چې ناکامورا په پېښور کې د هغو افغان کډوالو درملنه کوله چې په ۱۹۷۹ز کال کې پر هېواد د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له وجې کډوال شوي ول.

ناکامورا پر ۱۹۹۱ز کال په افغانستان کې کلېنېک پرانیست او ویلي یې ول چې افغانان یې "له پامه نه شول غورځولای."