شمالي وزیرستان: په نښته کې ۳ سرتېري او ۳ مشکوک وسلوال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ سرتېري په میرامشا کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ وايي، په شمالي وزیرستان کې له وسلوالو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي دي.

د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جون پر ۱۱مه په بیان کې ویلي دي چې د جون نهمې او ۱۰مې ترمینځ شپې مهال په میرامشا کې په نښته کې درې مشکوک وسلوال هم وژل شوي او څلور ژوبل دي.

پوځ دا نه دي ویلي چې د کومې ډلې له وسلوالو سره یې نښته شوې او لا هېڅ وسلوالې ډلې یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې هم پوځ ویلي ول چې د جون پر درېیمه په شمالي وزیرستان کې په نښته کې دوه سرتېري او دوه مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تحریک طالبان پاکستان د جون پر څلورمه ویلي ول چې د شوال په زوی سیدګي کې په نښته کې دوه سرتېري وژل شوي ول. هغې ناقانونه وسلوالې ډلې په نښته کې طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه ول ویلي.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان کې د اېپي فقیر ځایناستی وژل شوی دیپه شمالي وزیرستان کې ۲ پاکستاني پوځيان او ۲ مشکوک وسله وال وژل شويد پاکستان پوځ وایي په بنو کې یې دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي‌

د جون پر درېیمه هم پوځ د بنو په جانيخېلو کې په نښته کې د دوو سرتېرو او دوو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو. پوځ داراز، د جون پر دویمه هم په یو بیان کې ادعا کړې وه چې د جون په لومړۍ نېټه یې په دوسلي سیمه کې له امنيتي سرتېرو سره په نښته کې دوه وسلوال وژلي دي.

پوځ ویلي ول چې هغه وسلوال د تحريک طالبان پاکستان غړي ول خو هغې ډلې یې په اړه څه نه ول ویلي.

د پاکستان حکومت د امنيت سمولو لپاره د ۲۰۲۲ز کال د جون له میاشتې راهیسې له تحريک طالبان پاکستان سره اوربند کړی وو چې هغې وسلوالې ډلې په نومبر کې ختم کړ.

تحریک طالبان پاکستان هغه مهال ویلي ول چې پوځ ورسره ژمنې نه پوره کوي نو ځکه بیا حملې پیلوي خو د هغو وعدو تفصيل یې نه وو ورکړی.

تر دې وروسته د اسلام اباد په شمول د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې حملې شوې دي. په ځانګړې ډول ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا کې شوي.

د پاکستان پوځ ويلي چې د ناامنۍ مخنيوي لپاره د وسلوالو پرضد هدفي عمليات کوي. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.